په ګرد هيواد كښې به شب برأت (سبا) په 14شعبان المعظم عقيدت او مذهبي احترام سره لمانځلې شي

فېصل آباد۔ 02 فروری (اے پی پی) په ګرد هېواد كښې به شب برأت (سبا) د نهې په ورځ په 14شعبان المعظم 3 فرورۍ زيات عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ د ګرد هېواد په څير په فېصل آباد كښی به هم په جوماتونو او د عبادت په نورو ځايونو كښې د مجلسونو اهتمام كولے شي۔ ټوله شپه به عبادت ٬ نفلونو ٬ تلاوت او ذكر كښې تېرولے شي۔ علماﺀ …

فېصل آباد۔ 02 فروری (اے پی پی) په ګرد هېواد كښې به شب برأت (سبا) د نهې په ورځ په 14شعبان المعظم 3 فرورۍ زيات عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ د ګرد هېواد په څير په فېصل آباد كښی به هم په جوماتونو او د عبادت په نورو ځايونو كښې د مجلسونو اهتمام كولے شي۔ ټوله شپه به عبادت ٬ نفلونو ٬ تلاوت او ذكر كښې تېرولے شي۔ علماﺀ كرام به د شب برات فضيلتونه بيانوي۔ مسلمانان به په دې شپه له خپلو ګناهونو څخه توبه كوي او د اسلامي نړۍ د مسئلو حل ٬ د كشمير او فلسطين آزادۍ او د خپلو ارواښادو مشرانو بخښنې له دعا كوي۔ د شب برأت په موقع به خلك د خپلو مينه والو قبرونو ته ځي او دغلته به فاتحه خواني كوي۔ شب برأت په اسلام كښې اهميت لري ٬ په دې شپه مسلمانان عبات كوي۔ د شپې له عبادت كولو څخه وروستو د روژې نيولو اهتمام كوي۔ په دې موقع به ورځپاڼې خصوصي اېډيشن شائع كوي او په ټي وي چېنلز به خصوصي پروګرامونه ټيلي كاسټ كولې شي۔