سرینګر۔2فروری(اے پی پی) په مقبوضه جمو وكشمير كښې د ګل په سهار د زلزلې جړقونه محسوس شول چې شدت يۍ په رېکټر اسکېل 4.8 ریکار كړے شو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې زلزله سهار 25 دقيقې كم په 6 بجې راغله۔ د زلزلې مركز په بډګام كښې د زمكې له كچې څخه 10 كلوميټر ژور و۔ د زلزلې جړقونه په سرینګر، پلوامه، شوپیاں او چرار شریف كښې محسوس كړې …
په كشمير كښې د زلزلې جړقونه محسوس شول
سرینګر۔2فروری(اے پی پی) په مقبوضه جمو وكشمير كښې د ګل په سهار د زلزلې جړقونه محسوس شول چې شدت يۍ په رېکټر اسکېل 4.8 ریکار كړے شو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې زلزله سهار 25 دقيقې كم په 6 بجې راغله۔ د زلزلې مركز په بډګام كښې د زمكې له كچې څخه 10 كلوميټر ژور و۔ د زلزلې جړقونه په سرینګر، پلوامه، شوپیاں او چرار شریف كښې محسوس كړې شول٬ خلق ويرې واخستل او له كورونو څخه بهر شول۔ په سمدستي توګه د زلزلې د لاسه د كومي ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔











