پېښور 01 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ ناوړه بريدونو غندنه كولو سره هغه د د رياست د خپلواكۍ ، قومي سلامتيا او پاكستان امن و استحكام په ضد ښكاره جارحيت ګرځولې۔د غندني خپل بيان كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ ووئيل بے ګناه وګړي او سكيورټي اهلكار په نښه كول ښكاره بربريت دے كوم چې د ترهه ګرو او د …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ سهيل آفريدي بلوچستان كښې د ترهه ګرو د ناوړه بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
پېښور 01 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ ناوړه بريدونو غندنه كولو سره هغه د د رياست د خپلواكۍ ، قومي سلامتيا او پاكستان امن و استحكام په ضد ښكاره جارحيت ګرځولې۔د غندني خپل بيان كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ ووئيل بے ګناه وګړي او سكيورټي اهلكار په نښه كول ښكاره بربريت دے كوم چې د ترهه ګرو او د هغوي د مشرانو مايوسي او اخلاقي ديواليه پن په ډاګه كوي،دا ډول كارروائي د پاكستاني قوم عزم كمزورې كولې نشي او د ترهه ګرۍ په ضد قومي اتفاقِ رائے ته زيان رسيدلې شي۔ وزيراعليٰ په شوي قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندوني سره د شهيدانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔وزير اعليٰ ووئيل د بے ګناه وګړو وينه به بے ځايه نه ځي، د هېواد په كومه هم برخه كښې ترهه ګري د ټول قوم لپاره يو چيلنج دے او د دغې مقابلے لپاره اتحاد،چمتو پاتي كيدل او غير متزلزل عزم ته اړتيا ده۔ وزيراعليٰ سهيل خان آفريدي سكيورټي فورسز، بلوچستان اولس او حكومت سره د يووالي څرګندوني سره ووئيل د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمے لپاره كوټلي او د نتيجې وړ تګلاري ته اړتيا ده، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د څه ډول كمزورۍ يا ابهام هيڅ ګنجائش نشته۔ده ووئيل پاكستان به د بشپړه قوت سره د ترهه ګرۍ مقابله روانه ساتي او كوم هېواد دښمنه عناصر ته به امن، استحكام او قومي يووالي ته د زيان رسيدلو اجازه نه شي وركولې۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې زمونږ هېواد د امن مركز جوړ كړي۔







