ترهه ګر ماشومان د ترهه ګرۍ لپاره استعمالوي، سکيورټي فورسز صوبه د يوې لوئ پېښې څخه بچ كړي، 40 ساعتونو په مهال 145 ترهه ګر وژلې شوي ۔ د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز بګټي

کوئټه 01 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز بګټي واضحه كړي چې بلوچستان كښې رياست چري د طاقت بے دريغه استعمال نه دې كړې دغسې ترهه ګرو ماشومان د ترهه ګرۍ لپاره استعمال کړې، سکيورټي فورسز د ذمه وارۍ او احتياط سره کارروائي كولو سره صوبه د لوئ پېښې څخه بچ كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعليٰ سرفراز …

کوئټه 01 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز بګټي واضحه كړي چې بلوچستان كښې رياست چري د طاقت بے دريغه استعمال نه دې كړې دغسې ترهه ګرو ماشومان د ترهه ګرۍ لپاره استعمال کړې، سکيورټي فورسز د ذمه وارۍ او احتياط سره کارروائي كولو سره صوبه د لوئ پېښې څخه بچ كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعليٰ سرفراز بګټي شهيدانو او غازيانو ته سلام كولو سره ووئيل انټيلي جنس رپورټس څخه واضحه شوې وه چې په صوبه كښې په لويه توګه د ترهه ګرۍ بريدونو سازش کيږي په دې اړه خفيه اطلاع ترلاسه كيدو سره سکيورټي فورسز عمليات پيل كړي ؤ۔ ده ووئيل شعبان او پنجګور كښې 40 ترهه ګر وژلې شوي دغسې تيرز 40 ساعتونو كښې په مجموعي توګه 145 ترهه ګر وژلې شوي۔ وزيراعليٰ ووئيل د يو كال په مهال 1500 څخه زيات ترهه ګر وژلې شوي۔سرفراز بګټي ووئيل ګوادر كښې يو بلوڅ كورنۍ په نښه كړې شوه چې پكښې 5 ميرمني او درې ماشومان شهيدان شوي۔ده ووئيل تره هګر بلوڅ قوم ايندھن جوړوي او بے ګناه وكړي په نښه كوي۔وزيراعليٰ ووئيل كله چې هم پاكستان پرمختګ كوي هند دا ډول سازشونه كوي ځكه چې هغوي سيمه كښې د پاکستان اهميت کمزورې كول غواړي۔سرفراز بګټي انکشاف وكړو چې رحمان ګل نن هم افغانستان كښې موجود دے او د افغانستان څخه په پاکستان كښې ترهه ګري كوي دغسې په دې کارروائيو كښې افغانان هم شامل دي۔ده ووئيل ترهه ګر كوم قوم يا قبيله نه لري او د بلوڅ ميرمنو ايندھن جوړونكو لعنت دے۔ وزيراعليٰ ووئيل ترهه ګرو سېف سټي کيمري هم په نښه كړي۔ده ووئيل 2018 نه پس ترهه ګرو ته بيا د منظم كيدو موقع ترلاسه شوي او په دې مهال بلوچستان څخه يو شمير چيك پوسټونه هم ختم كړې شوي۔