كوئټه 01 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د شپے ناوخته د بېلو ښارونو د حساس ځايونو او پوليس پوستو دوره وكړه۔په دې موقع ده د سكيورټي اهلكارو او قانون نافذ كونكو نورو ادارو اهلكارو سره ملاقات وكړو او د هغوي پېشه وره صلاحيتونه ئې وستائل او د هغوي ډاډګيرنه ئې وكړه۔د دورے په مهال د بلوچستان وزير اعليٰ سره د صوبائي اسمبلۍ غړي علي مدد …
د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د شپې په وخت د كوئټې د بېلو سيمو دوره وكړه، سكيورټي اهلكارو سره ملاقات
كوئټه 01 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د شپے ناوخته د بېلو ښارونو د حساس ځايونو او پوليس پوستو دوره وكړه۔په دې موقع ده د سكيورټي اهلكارو او قانون نافذ كونكو نورو ادارو اهلكارو سره ملاقات وكړو او د هغوي پېشه وره صلاحيتونه ئې وستائل او د هغوي ډاډګيرنه ئې وكړه۔د دورے په مهال د بلوچستان وزير اعليٰ سره د صوبائي اسمبلۍ غړي علي مدد جتك او زرك خان مندوخيل هم وو۔ وزيراعليٰ په بېلو پوستو د پوليس اهلكارو سره وخت تير كړو او د هغوي څخه ئې د مسئلو په اړه تپوس پوښتنه وكړه او د سكيورټي انتظامات تفصيلي جاج ئې واخست۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي ووئيل د صوبے ځوانانو حوصلے دنګي دي او هر ډول ترهه ګرۍ او بد امنۍ مخنيوي له چمتو دي۔ده ووئيل بلوچستان كښې د امن و امان صورتحال خرابولو كومه هم هڅه به شنډولې شي۔د بلوچستان وزيراعليٰ واضحه كړه چې د ترهه ګرو عزائم به چرې هم كامياب نه كړې شي او د اولس د مال او ځان تحفظ لپاره حكومت ټول وسائل كاروي۔










