بلوچستان كښې د ترهه ګرو د بريدونه غندنه كوو، امن ته به په هيڅ صورت زيان نه شي رسولې ۔ د بلوچستان ګورنر

کوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل د بلوچستان بېلو ځايونو كښې د ترهه ګرو د بريدونه سخته غندنه كړي۔د ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې شيخ جعفرخان مندوخيل ووئيل بلوچستان د امن مركز ؤ او مونږ به په هيڅ صورت امناكه صورتحال زيان ته رسولو ته نه پريږدو۔نن په بېلو ځايونو كښې د ترهه ګرو ټول بريدونه شنډولو سره مونږ د …

کوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل د بلوچستان بېلو ځايونو كښې د ترهه ګرو د بريدونه سخته غندنه كړي۔د ګورنر هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې شيخ جعفرخان مندوخيل ووئيل بلوچستان د امن مركز ؤ او مونږ به په هيڅ صورت امناكه صورتحال زيان ته رسولو ته نه پريږدو۔نن په بېلو ځايونو كښې د ترهه ګرو ټول بريدونه شنډولو سره مونږ د سکيورټي فورسز بهادرو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخيل ووئيل هېواد او اولس د مال او ځان تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو شهيدانو وينه به بے ځايه نه ځي۔ده په اولس زور راوړو چې د حکومت او اولس په شريكو هڅو به هر ډول ترهه ګرۍ او تخريب کارۍ خاتمه ممکن شي۔