د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي كوئټه كښې د بمي چاؤدني ځائې دوره وكړه،د سكيو رټي صورتحال جاج ئې واخست

كوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي د خالي په ورځ په كوئټه كښې د شوې بمي چاؤډني ځائې دوره وكړه او هلته ئې د سيكورټي صورتحال تفصيلي جاج واخست۔په دې موقع ده د سكيورټي فورسز او پوليس ځوانانو سره ملاقات وكړو او د هغوي پيشه وره خذمات ئې وستائل۔د بلوچستان پوليس آئي جي محمد طاهر خان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي له د …

كوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي د خالي په ورځ په كوئټه كښې د شوې بمي چاؤډني ځائې دوره وكړه او هلته ئې د سيكورټي صورتحال تفصيلي جاج واخست۔په دې موقع ده د سكيورټي فورسز او پوليس ځوانانو سره ملاقات وكړو او د هغوي پيشه وره خذمات ئې وستائل۔د بلوچستان پوليس آئي جي محمد طاهر خان وزير اعليٰ مير سرفراز بګټي له د پېښې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو،چې پكښې د چاؤدني نوعيت، زيان او سكيورټي ادارو د اړخه د اقدامات څخه خبر كړې شو۔وزير اعلي مير سرفراز بګټي پوليس او سي ټي ډي په وخت ردعمل ستائلو سره هغوي له شاباش وركړو۔ده ووئيل د ترهه ګرو عناصرو په ضد سمدستي رسپانس سيكيورټي فورسز پيشه وره صلاحيتونو عكاسي كوي۔د بلوچستان وزير اعليٰ واضحه كړه چې د رياست دښمن عناصر به چرې هم بخښلے نه شي او بلوچستان كښې په امن و امان به كومه سمجھوته نه شي كولې۔ده ووئيل حكومت به د اولس د ځان او مال تحفظ له هر ممكن هڅي كوي او ترهه ګرۍ په ضد جنګ به بشپړه قوت سره روان وي۔