كوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ خاص مرستيال شاهد رند وئيلي چې د تيرو دوه ورځو په مهال د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د كارروائيو په نتيجه كښې د 70 څخه زيات ترهه ګر وژلې شوي۔په ايكس خپل جاري شوې بيان كښې ده ووئيل ترهه ګرو د لوئ زيان پورته كولو نه پس د صوبے په ځيني سيمو د بريدونو هڅي كړي۔شاهد رند له مخې …
بلوچستان كښې د دوه ورځو په مهال 70 څخه زيات ترهه ګر ووژل شول،ګڼ بريدونه شنډ كړې شول۔د بلوچستان وزيراعليٰ خاص مرستيال
كوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعليٰ خاص مرستيال شاهد رند وئيلي چې د تيرو دوه ورځو په مهال د بلوچستان په بېلو سيمو كښې د كارروائيو په نتيجه كښې د 70 څخه زيات ترهه ګر وژلې شوي۔په ايكس خپل جاري شوې بيان كښې ده ووئيل ترهه ګرو د لوئ زيان پورته كولو نه پس د صوبے په ځيني سيمو د بريدونو هڅي كړي۔شاهد رند له مخې پوليس او فرنټيئر كور (اېف سي) په وخت او كوټلي كارروائي كولو سره ټول بريدونه شنډ كړې دي۔ده ووئيل سيكيورټي فورسز د پيشه وره صلاحيتونو په سوب كوم لوئ زيان نه دې شوے۔ د بلوچستان وزير اعليٰ خاص مرستيال ووئيل د تښتيدلو ترهه ګرو تعاقب روان دے او سيكيورټي فورسز په بشپړه ډول چمتو دي۔ده ووئيل صوبه كښې امن و امان په ځائې ساتلو له ټول ضروري اقدامات كيږي۔










