د بلوچستان معاشي پرمختګ لپاره د خاص اقدامات ضرورت دے ، دارو خان اچکزئئ

کوئټه۔ 28 جنوري (اے پي پي) د پاکستان بزنس فورم وئېلي دي د بلوچستان معاشي پړمختګ او صوبه كښې د صنعت ودې ته د خاص پام لرنې ضرورت دے۔ د فورم صوبائي چیئرمین دارو خان اچکزئئ د شورو په ورځ صوبه كښې د صنعت کارۍ ودې لپاره د سمدستي اقدامات ضرورت دے كوم چې د مقامي او غیر ملکي سرمایه کارو باور بحال كړي ۔ ده ووئېل د بلوچستان ترقي …

کوئټه۔ 28 جنوري (اے پي پي) د پاکستان بزنس فورم وئېلي دي د بلوچستان معاشي پړمختګ او صوبه كښې د صنعت ودې ته د خاص پام لرنې ضرورت دے۔ د فورم صوبائي چیئرمین دارو خان اچکزئئ د شورو په ورځ صوبه كښې د صنعت کارۍ ودې لپاره د سمدستي اقدامات ضرورت دے كوم چې د مقامي او غیر ملکي سرمایه کارو باور بحال كړي ۔ ده ووئېل د بلوچستان ترقي د پاکستان د مجموعي معاشي ترقۍ سره تړؤلې ده ۔ ده وئوېل بینک آف بلوچستان جوړولو دې کار ګرندے كړے شي ۔ د پي بي ایف بلوچستان وائس چیئرپرسن او پخوانۍ وفاقي وزيرې زبیدہ جلال ووئېل د بلوچستان اولس ډېر همتي او متحرک دے او د ټولو ستونزو باوجود صوبه كښې کاروباري، تجارتي، د سرمایه کارۍ او صنعتي هلې حږې روانې دي ۔ خو هغې زور راوړو چې د كورنيو صنعتو او مائیکرو، اسمال اینډ میډیم انټرپرائزز تحفظ ضروري دے ، ځكه چې دا ادارې صوبائي معیشت ته سهارا وركوي ۔ زبیدہ جلال ووئېل صوبه كښې د بینک نه پس تر ټولو نه مهم کمے د انشورنس کمپنۍ دے۔ د انشورنس سهولت د نشتوالي د لاسه شوداګر، صنعتکار، ټرانسپورټرز، سروس وركونكې او سرمایه کار ځان غیر محفوظ ګڼي۔