چائنه ډيلي ستھرا پنجاب پروګرام ماحول دوسته او د ویسټ مینجمنټ په زړه پورې مثال وګرځولو

لاهور۔27جنوری(اے پی پی) اروپا ٬ ګلف هېوادونو او جاپان څخه وروستو د پنجاب وزيراعلی مريم نواز وژن لاندې اولس ته د صفايۍ وركړې كېدونكو آسانيو پروګرام غږ اوس چين ته هم رسېدلے دے۔ په چين كښې تر ټولو زياتې خپرېدونكې ورځپاڼې’’چائنه ډېلی‘‘ستھرا پنجاب پروګرام ماحول دوسته او د ويسټ مېنجمنټ په زړه پورې مثال ګرځولے دے۔ بلخوا چائنیز انوسټرز او ټېکنالوجی پارټنرز په دې پروګرام كښې ژوره خوښي لري۔ ستھرا …

لاهور۔27جنوری(اے پی پی) اروپا ٬ ګلف هېوادونو او جاپان څخه وروستو د پنجاب وزيراعلی مريم نواز وژن لاندې اولس ته د صفايۍ وركړې كېدونكو آسانيو پروګرام غږ اوس چين ته هم رسېدلے دے۔ په چين كښې تر ټولو زياتې خپرېدونكې ورځپاڼې’’چائنه ډېلی‘‘ستھرا پنجاب پروګرام ماحول دوسته او د ويسټ مېنجمنټ په زړه پورې مثال ګرځولے دے۔ بلخوا چائنیز انوسټرز او ټېکنالوجی پارټنرز په دې پروګرام كښې ژوره خوښي لري۔ ستھرا پنجاب پروګرام د کلائمېټ سمارټ اربن ګورننس هم يو غوره مثال دے۔ چائنه ډېلي په رپورټ كښې دا هم وئيلي دي چې د پنجاب حكومت د چائنه انوسټمنټ فورمز د لارې رینیوایبل انرجی، سمارټ سټیز او د ګرین انفراسټرکچر پوهانو ته د سرمايه كارۍ بلنه وركړې ده او چين څخه د پنجاب دوره كوونكې وګړي هم د پنجاب د صفايۍ د انتظامات اعتراف كوي