كوئټه۔ 27 جنوري ( اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي په صوبه كښې مېرمنې اختيار مندې جوړولو او د پوليس نظام د اولس دوسته جوړولو پلو يو بل عملي او موثر ګام پورته كړے شوے ٬ د كوم تر مخه چې د نصير آباد ډوېژن ټولو ضلعو كښې مېرمنې پولسي اهلكارې په مختلف او مهمو عهدو لګولو سره خپلې ذمه وارۍ تر سره كوي ۔ …
د نصير آباد ډويژن په بېلو ضلعو كښې مېرمنې پوليس اهلكارې په مهمو او ذمه وارو عهډو ذمه وارۍ ترسره كوي ٬ د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي

مزید خبریں
كوئټه۔ 27 جنوري ( اے پي پي) د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي په صوبه كښې مېرمنې اختيار مندې جوړولو او د پوليس نظام د اولس دوسته جوړولو پلو يو بل عملي او موثر ګام پورته كړے شوے ٬ د كوم تر مخه چې د نصير آباد ډوېژن ټولو ضلعو كښې مېرمنې پولسي اهلكارې په مختلف او مهمو عهدو لګولو سره خپلې ذمه وارۍ تر سره كوي ۔ د وزيراعلې هاوس نه جاري بيان كښې مير سرفراز بګتي ووئېل مېرمنې پوليس اهلكارې اوس په بېلا بېلو تهاڼو كښې كمپلېنټ افيسر ٬ نائب محرر ٬ كمپيوټر آپرېټر پشمول انتظامي و فېصله ساز ذمه وارۍ تر سره كوي ۔ د دغې تعيناتۍ په نتيجه كښې مېرمنو اهلكارو د كورني تشدد بشمول مېرمنو او عامو وګرو ته د پیښو مسائلو اورېدو او سمدستي حل كولو لپاره فعاله او متحرك كردار تر سره كول پېل كړے دے۔٬ چې ورسره د اولس باور زياتېږي ۔ وزيراعلې په دې اقدام آئې جي او ډي آئې جي نصير آباد ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د مېرمنو اهلكارو د بشپړ صلاحيتونو نه استفاده به د ښه پوليسنګ ٬ موثر سروس ډيلوري او د اولسي اسانيو د ښه والي باعث وګرځي ۔ ده ووئېل د دې اصلاحات د لارې پوليس اسټېشنز كښې د مېرمنو پشمول ټولو سائلينو لپاره يو محفوظ ٬ وقار لرونكے او باوري ماحول بازوري كولې شي ٬ دغسې چې اولس د كومې يرې او ترخې نه غېر خپل شكايتونه درج كړے شي۔










