خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په پنځمه فرورۍ د كشمير يووالي ورځ په موقع كشميريانو سره د يووالي څرګندونې قرار داد منظور شو

پېښور 26 جنوري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په پنځمه فرورۍ د كشمير يووالي ورځ په موقع كشميريانو سره د بشپړه يووالي قرار داد په متفقه توګه منظور كړے دے۔ په قرارداد كښې پاکستان او په خاص توګه د صوبې اولس لخوا د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو او د خپلواكۍ حق لپاره د بشپړ ملاتړ پخلے وشو۔ د ګل په ورځ په صوبائي اسمبلۍ غونډه كښې حکومتي …

پېښور 26 جنوري (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په پنځمه فرورۍ د كشمير يووالي ورځ په موقع كشميريانو سره د بشپړه يووالي قرار داد په متفقه توګه منظور كړے دے۔ په قرارداد كښې پاکستان او په خاص توګه د صوبې اولس لخوا د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو او د خپلواكۍ حق لپاره د بشپړ ملاتړ پخلے وشو۔ د ګل په ورځ په صوبائي اسمبلۍ غونډه كښې حکومتي غړي اکبر ايوب لخوا د وړاندې كړې شوي قرارداد په متن كښې ووئيل شول هر كال په پنځمه فرورۍ د كشمير يووالي ورځ د بشپړ عزم او جذبې سره لمانځلې كېږي چې مقصد يې د پاکستان اولس او د رياست لخوا د مقبوضه جمو او کشمير اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه او د غېر متزلزل ملاتړ پخلے كول وي٬ د کشمير اولس د ډېرې مودې راهسې غېر قانوني د هند قبضې٬ رياستي جبر٬ د بشري حقونو سنګين او مسلسل خلاف ورزو سره مخ دے او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه د کشمير اولس ته د هغوي د خپلواكۍ مسلمه حق وركوي۔ دا ايوان د پاكستان حکومت د اصولي، آئيني او د سفارتي موقف د بشپړ ملاتړ پخلے كوي٬ د کشمير د شهيدانو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كوي او د دې عزم څرګندونه كوي چې پاکستان به د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ تر ھغه وخت روان ساتي تر څو چې هغوي ته د هغوي جائز او مسلمه حق ترلاسه شوے نه وي۔

مزید خبریں