کوئټه ۔ 26 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان نیشنل پارټي (بي این پي) مرکزي صدر او پخواني وزیراعلیٰ سردار اختر جان مینګل د کوئټه ضلعې کابینہ تحلیل کولو سره د نوې ضلعي آرګنائزر کمیټۍ اعلان وكړو ۔ د بي این پي وياند تر مخه وحید لهړڅ د بي این پي ضلعي آرګنائزر او جاوید بلوچ ډپټي آرګنائزر مقرر کړے شوے دے ۔ د نوې کمیټۍ په نورو غړو كښې جان …
د بي این پي مرکزي صدر سردار اختر جان مینګل د کوئټه کابینه تحلیل کړه ،د نوې ضلعي آرګنائزر کمیټۍ اعلان

مزید خبریں
کوئټه ۔ 26 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان نیشنل پارټي (بي این پي) مرکزي صدر او پخواني وزیراعلیٰ سردار اختر جان مینګل د کوئټه ضلعې کابینہ تحلیل کولو سره د نوې ضلعي آرګنائزر کمیټۍ اعلان وكړو ۔ د بي این پي وياند تر مخه وحید لهړڅ د بي این پي ضلعي آرګنائزر او جاوید بلوچ ډپټي آرګنائزر مقرر کړے شوے دے ۔ د نوې کمیټۍ په نورو غړو كښې جان محمد مینګل، میر وائس مینګل، لالا غفار مینګل، ملک ابراہیم شاهواني ، حبیب اللہ، نصیر مینګل، طاهر شاهواني ، نعمت هزارہ، غلام مصطفیٰ مګسي ، ماما نور خان کھیازئي، حاجی ابراهیم پرکاني ، سلیم چند، کاول خان مري ، نثار قمبراني او عطااللہ کاکړ شامل دي ۔ د بي این پي کوئټه ضلعې آرګنائزر، ډپټي آرګنائزر او د کمیټۍ ټولو غړو ته سپارښتنه شوې ده چې ضلع كښې د ګوند لا فعاله او متحرک كولو سره ټاكلې موده كښې د ضلع کنونشن تابيا باوري كړي ۔







