ګورنر فيصل کريم کنډي سره د صوبائي اسمبلۍ غړي لال چند ملاقات، د شريكې خوښې په چارو او د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د صوبائي اسمبلۍ غړي لال چند اسلام آباد كښې ملاقات کړې،د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په دې موقع د اقليتونو د حقونو تحفظ په اړه …

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره د صوبائي اسمبلۍ غړي لال چند اسلام آباد كښې ملاقات کړې،د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او د هېواد په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔د ګورنر آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په دې موقع د اقليتونو د حقونو تحفظ په اړه د پاکستان پيپلز ګوند په تاريخي او مؤثره کردار رڼا واچوله۔ده ووئيل پيپلز ګوند عمر له مذهبي اقليتونو له آئيني حقونو وركولو،هغوي قومي چوكاټ كښې شاملولو او د هغوي مسئلې حل كولو له عملي ګامونه پورته كړي۔ګورنر ووئيل د پيپلز ګوند قيادت د اقليتونو سره د برابري، احترام او روادارۍ پاليسۍ ته وده وركړي۔ده د جې عزم پخلے وكړو چې ګوند به سباؤن كښې هم د اقليتونو د حقونو تحفظ او د هغوي د ښېګړے لپاره خپل كردار ترسره كوي۔