صوبائي وزير ظهور احمد بليدي او پارليماني سېكرټري مير اصغر رند د تربت پرېس كلب دوره وكړه

كوئټه 23جنوری(اے پی پی) صوبائي وزير ظهور احمد بليدي او پارليماني سېكرټري مير اصغر رند د جمعې په ورځ د تربت پرېس كلب دوره وكړه چرته چې هغه د پرېس كلب صدر حافظ صلاح الدين سلفي٬نورو عهديدارو او سينئر خبريالانو سره ملاقات وكړو ۔ ظهور احمد بليدي بلېده كښې د ايوب بليدي روډ پرانستې په موقع راجوړې كړې د اولسي جلسې په موثر كوريج د تربت پرېس كلب سره تعلق …

كوئټه 23جنوری(اے پی پی) صوبائي وزير ظهور احمد بليدي او پارليماني سېكرټري مير اصغر رند د جمعې په ورځ د تربت پرېس كلب دوره وكړه چرته چې هغه د پرېس كلب صدر حافظ صلاح الدين سلفي٬نورو عهديدارو او سينئر خبريالانو سره ملاقات وكړو ۔ ظهور احمد بليدي بلېده كښې د ايوب بليدي روډ پرانستې په موقع راجوړې كړې د اولسي جلسې په موثر كوريج د تربت پرېس كلب سره تعلق لرونكو خبريالانو مننه وكړه۔صوبائي وزيرانو د كيچ ضلعې خبريالانو پيشه وره خذمات ستائېلو سره د آزاد صحافت وده كښې د هغوي كردار ستائنه وكړه۔ده ووئيل صوبائي حكومت د خبريالانو ورورولۍ مسئلو نه خبر دے او د دې حل لپاره به هر ممكنه مرسته روانه ساتي

مزید خبریں