کوئټه۔ 23 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي د بلوچستان معدنی وسائل د صوبې د اولس اجتماعي ملكيت دے او په دې وسائلو به هېڅ قسمه غېر قانوني فعاليت په هېڅ صورت ونه زغملے شي۔ ده په ډاګه كړه چې د غېر قانوني مائننګ د لاسه نه يوازې قومي او صوبائي خزانې ته زيان رسي بلكې دا د قانون عملدارۍ لپاره هم يو سنګين …
د بلوچستان حكومت به د معدني وسائلو تحفظ او د قانون په بر لاسي به كومه سودا نه كوي: د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي

مزید خبریں
کوئټه۔ 23 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي د بلوچستان معدنی وسائل د صوبې د اولس اجتماعي ملكيت دے او په دې وسائلو به هېڅ قسمه غېر قانوني فعاليت په هېڅ صورت ونه زغملے شي۔ ده په ډاګه كړه چې د غېر قانوني مائننګ د لاسه نه يوازې قومي او صوبائي خزانې ته زيان رسي بلكې دا د قانون عملدارۍ لپاره هم يو سنګين چېلنج دے۔ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل په پشين ضلع كښې انتظاميې او قانون نافذ كوؤنكې ادارې د كارروايۍ په مهال د كرومائټ 47 غېر قانوني مائنز بند كړې دي۔ ده وئيل دا كارروايۍ د دې خبرې عملي ثبوت دے چې د بلوچستان حكومت به د معدني وسائلو د تحفظ او د قانون په بر لاسي كومه سودا نه كوي۔ ده ووئيل د غېر قانوني مائننګ د لاسه د مائنز اېنډ منرل څانګې څخه صوبې ته كلن آمدن 10 اربه روپو څخه هم كم ترلاسه كيږي كوم چې د بلوچستان په څير بلها وسائل لرونكې صوبې لپاره اندېښمنه خبره ده۔ ده ووئيل د غېر قانوني فعاليتونو د لاسه صوبه خپل حقيقي آمدن او اولس خپلو حقونو څخه محروميږي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د بلوچستان په وسائلو اولنے حق د بلوچستان د اولس دے او حكومت به په هره كچه د هغوي د وسائلو تحفظ ٬ غوره استعمال او اولسي ګټه باوري كوي۔










