پیښور ۔ 23 جنوري (اے پي پي)د تیراہ وادۍ او د کرم ضلعې ځپلو لپاره د پنجاب ګورنر په سپارښتنه د مرستې سامانګورنر هاؤس پپښور ته ورسېد ۔ په ګورنر هاؤس پیښور كښې د انجمن هلال احمر پنجاب د اړخه د مرستې سامان د انجمن هلال احمر خېبر پښتونخوا د ضم شوو ضلعو څانګې ته وسپارلے شو ۔ د پیښور ګورنر هاؤس كښې د مرستې سامان د وركړې دستوره كښې …
د مرستې سامان ګورنر هاؤس پیښور ته ورسېد

مزید خبریں
پیښور ۔ 23 جنوري (اے پي پي)د تیراہ وادۍ او د کرم ضلعې ځپلو لپاره د پنجاب ګورنر په سپارښتنه د مرستې سامانګورنر هاؤس پپښور ته ورسېد ۔ په ګورنر هاؤس پیښور كښې د انجمن هلال احمر پنجاب د اړخه د مرستې سامان د انجمن هلال احمر خېبر پښتونخوا د ضم شوو ضلعو څانګې ته وسپارلے شو ۔ د پیښور ګورنر هاؤس كښې د مرستې سامان د وركړې دستوره كښې پرنسپل سیکرټري ګورنر زبیر ارشد، د پی آر سي ایس ضم وو ضلعو عمران وزیر، سیکرټري شاهد ملک او د پي آر سي ایس پنجاب جنرل سیکرټري محبوب قادر شاہ او ذیشان اشفاق موجود وو ۔تیراہ او د کرمې ځپلو لپاره د مرستې سامان كښې 500 پیکټس شامل دي ۔ په 20 کلو ګرامه مشتمل 500 پیکټس كښې آټا، وريژې، چینی، غوړي او نور د خوراك څيزونه شامل دي ۔ د پي آر سي پنجاب د اړخه لېږلي سامان كښې 1900 د څښلو پاكو بوتلې او 3000 رنځورانو لپاره داروګان بهم شامل دي ۔










