مظفر آباد۔23جنوری(اے پی پی) د کل جماعتی حریت کنفرنس آزاد جمو وکشمیر څانګې او د جمو کشمیر لبرېشن سېل تر سېوري لاندې په 26 جنورۍ به د هند يوم جمهوريت په مظفر آباد كښې د تورې ورځې په توګه لمانځلے شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په دې لړ كښې به بشپړ احتجاجي لاريون ويستلے شي چې مقصد يۍ د نړيوالې ورورولۍ پام په مقبوضه جمو وكشمير كښې روان …
په 26 جنورۍ به د هند يوم جمهوريت د تورې ورځې په توګه لمانځلے شي

مزید خبریں
مظفر آباد۔23جنوری(اے پی پی) د کل جماعتی حریت کنفرنس آزاد جمو وکشمیر څانګې او د جمو کشمیر لبرېشن سېل تر سېوري لاندې په 26 جنورۍ به د هند يوم جمهوريت په مظفر آباد كښې د تورې ورځې په توګه لمانځلے شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په دې لړ كښې به بشپړ احتجاجي لاريون ويستلے شي چې مقصد يۍ د نړيوالې ورورولۍ پام په مقبوضه جمو وكشمير كښې روان هندي جبر ٬ غېر آئيني اقدامات او د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو پلو ګرځول دي۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس آزاد جموں وکشمیر څانګې او جموں کشمیر لبرېشن سېل په خپل يو بيان كښې ووئيل د هند يوم جمهوريت كشميري اولس لپاره كومه د خوشحالۍ ورځ نه ده بلكې دا ورځ د غلامۍ ٬ جبر او استحصال تريخ يادونه تازه كوي۔ په بيان كښې دا په ډاګه كړې شوه چې د تورې ورځې لمانځلو مقصد دا حقيقت په ډاګه كول دي چې د هند آئين او د جمهوريت ادعا د مقبوضه كشمير زمكيزو حقائقو سره متصادم دي او كشميرے اولس په هېڅ صورت د هند قبضه تسليمولو ته تيار نه دے۔ په بيان كښی د آزاد جمو وكشمير اولس ٬ سياسي او سماجي تنظيمونو ٬ زده كوونكو ٬ وكيلانو ٬ سول سوسائټۍ او ابلاغ ذريعو څخه اپېل وشو چې هغوي د تورې ورځې په احتجاج كښې ګډون كولو سره د هندي ظلمونو په ضد خپل اجتماعي غږ پورته كړي دغسې چې نړيوال ضمير بېدار كړے شي










