پېښور ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نوموړي كاروباري شخصيت او د كرم چيمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر سيد جواد كاظمي په مشرۍ كښې پلاوي په ګورنرھاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د ملاقات په مهال په صوبه كښې كاروباري فعاليتونو ته د ودې په وركولو او كاروباري ورورولۍ ته په پېښو مسئلو خبرې …
د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د كرم چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي ملاقات، سوداګرې ورورولۍ ته په پيښو مسئلو خبرې

مزید خبریں
پېښور ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نوموړي كاروباري شخصيت او د كرم چيمبر آف كامرس اېنډ انډسټري صدر سيد جواد كاظمي په مشرۍ كښې پلاوي په ګورنرھاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د ملاقات په مهال په صوبه كښې كاروباري فعاليتونو ته د ودې په وركولو او كاروباري ورورولۍ ته په پېښو مسئلو خبرې وشوې۔ پلاوي په دې خبره زور راوړو چې په صوبه كښې كاروباري فعاليتونو ته وده وركول د وخت مهم ضرورت دے۔ په دې موقع پلاوي ګورنر خبر كړو چې چېمبر آف كامرس د صوبائي كنفرنس كولو چمتو والے نيسي په كوم كښې به چې د خېبر پښتونخوا ټول چېمبرز آف کامرس ګډون كوي۔ پلاوي د افغان بارډر ټرېډ په بندش اندېښنې ښكاره كولو سره ووئيل د پولې تجارت بندېدو سره هر ورځ د لكھونو روپو زيان كيږي چې له امله يۍ سوداګره ورورولي زياته ځپلې كيږي۔ دې سره سره په پوله د سلاټر هاؤس په جوړولو هم خبرې وشوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل په ناامنۍ او ترهګرۍ كښې د افغانستان لاس وهنه او د افغان حكومت رويه د پولې د ناوړه صورتحال يو لوي سبب دے۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت ټولو زمكيزو حقائقو څخه ښه خبر دے او پولئيز تجارت سره اړوندې مسئلې به حل كړې شي۔ ګورنر په پوله د سلاټر هاؤس جوړولو په شمول د سوداګرې ورورولۍ جائز غوښتنو حل كولو له د هر قسمه ممكنه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل د صوبې معاشي پرمختګ لپاره صنعت او تجارت ته وده وركول ضروري ده او په دې لړ كښې د سوداګرې ورورولۍ كردار زيات مهم دے










