پېښور ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د قيوم خان كنډي په مشرۍ كښې د ګرېنډ جرګه سركل كنډيان نمائنده پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښی ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښې سليم خان (ر) پرنسپل، رحمت خان کنډي، شاہ نواز خان صدر امن جرګه، ملک عظیم خان او نورو د سيمې لارښود شامل وو۔ د …
ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ګرينډ جرګه سركل كنډيان پلاوي ملاقات٬ د مسئلو په اړه خبر كړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔ 23 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د قيوم خان كنډي په مشرۍ كښې د ګرېنډ جرګه سركل كنډيان نمائنده پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښی ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په پلاوي كښې سليم خان (ر) پرنسپل، رحمت خان کنډي، شاہ نواز خان صدر امن جرګه، ملک عظیم خان او نورو د سيمې لارښود شامل وو۔ د ملاقات په مهال پلاوي ګورنر سرکل کنډیان ته پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔ پلاوي غوښتنه وكړه چې ټانك څخه تر پیزو روډ دې په وخت بشپړ كړے شي٬ سی پیک یارک څخه تر دركئ شارټ كټ روډ دے جوړ كړے شي٬ سرکل کنډیان ته د ګاز رائلټي په مد كښې ترلاسه شوې روپۍ دې د جرګې په مشاورت سره مصرف كړې شي او ځايي ودانۍ ته دې د ګاز آسانۍ وركړې شي۔ دې سره سره بجلۍ سره په اړوندو مسئلو هم بحث وشو۔ ګورنر خپل خبرو كښې ووئيل د ډېره اسماعيل خان په شمول د ټولې خېبر پښتونخوا پرمختګ ته مونږ پام لرنه كوو ۔ ده ووئيل سړكونه جوړولو سره به د سيمې په پرمختګ كښې ښكاره بهتري رامخې ته شي او په دې اړه به اړوندو چارواكو سره خبرې كولې شي۔ ګورنر ووئيل یارک سي پېک څخه تر درکئی شارټ کټ روډ جوړولو له د نېشنل هائی وے اتھارټی اړوندو چارواكو ته هدايات جاري كولې شي۔ ده ووئيل ګاز رائلټی د سيمې د اولس حق دے ٬ په دې كښې به د سيمې اولس ته وړومبۍ ترجيج وركولې شي۔ كورنر ووئيل په ټانك كښې به د نادرا سهولت مركزونه او د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام (بی آئی اېس پی) سهولت سنټرز جوړولې شي۔ پلاوي د سيمې مسئلې حل كولو له د ګورنر هڅو ته پېرزوئنې وړاندې كړې










