د افغان وګړو د ستنېدو عمل روان دے ، د طورخم د لارې 2847 افغان وګړي هېواد ته ستانه كړے شول

پیښور ۔ 22 جنوري (اے پي پي) د ګرډ هېواد نه د غیر قانوني افغان وګړو د وتلو عمل روان دے ٬ دغسې تېره ورځ د طورخم پولې نه نور 2847 افغانان هېواد ته ولېږلے شول ۔ د داخله و قبائلې چارو خیبر پښتونخوا محكمې تر مخه د خیبر پښتونخوا پشمول د نورو صوبو، آزاد کشمیر، ګلګت و وفاقي پلازمينه اسلام آباد نه د افغان وګړو د وتلو عمل روان …

پیښور ۔ 22 جنوري (اے پي پي) د ګرډ هېواد نه د غیر قانوني افغان وګړو د وتلو عمل روان دے ٬ دغسې تېره ورځ د طورخم پولې نه نور 2847 افغانان هېواد ته ولېږلے شول ۔ د داخله و قبائلې چارو خیبر پښتونخوا محكمې تر مخه د خیبر پښتونخوا پشمول د نورو صوبو، آزاد کشمیر، ګلګت و وفاقي پلازمينه اسلام آباد نه د افغان وګړو د وتلو عمل روان دے ۔ د محکمې د اړخه جاري شمېرو تر مخه تېره ورح د طورخم پولې نه 2847 افغانان افغانستان ته ولېږلے شول۔ تېره ورځ 1550 د پي او آر، 465 د اے سي سي کارډ لرونكو پشمول 832 غیر قانوني مېشته افغان وګري افغانستان ته ولېږلے شول۔ د شمېرو تر مخه تر اوسه په مجموعي توګه 10 لاکھه 6 زره 831 افغان وګري افغانستان ته بېرته لېږلې شوي دي ۔ په بېرته ستنېدونكو كښې 241357 د پي او آر ، 73906 د اے سي سي کارډ لرونكو پشمول 691568 غیر قانوني مېشته كسان شامل دي ۔

مزید خبریں