كوئټه۔ 21 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان سېكرټري وېمن ډوېلپمنټ سائره عطا وئېلي دي اوسنے حكومت د صوبې ټولو مېرمنو ترقۍ ٬ اختيار مندۍ او خود كفالت لپاره كوټلي او جدي ګامونه اخلي٬ مېرمنو لپاره د تعليم ٬ فني تربيې او د روزګار نوې موقعې راپېدا كولو لپاره په مختلف منصوبو عمل درآمد روان دے ٬ دغسې چې دوي په ټولنه كښې فعاله كردار ادا كړې شي۔ د دې …
حكومت د صوبې ټولو مېرمنو ترقۍ ٬ اختيارمندۍ او خود كفالت لپاره كوټلي ګامونه اخلي ٬ د بلوچستان وېمن ډوېلپمنټ سېكرټري سائره عطا

مزید خبریں
كوئټه۔ 21 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان سېكرټري وېمن ډوېلپمنټ سائره عطا وئېلي دي اوسنے حكومت د صوبې ټولو مېرمنو ترقۍ ٬ اختيار مندۍ او خود كفالت لپاره كوټلي او جدي ګامونه اخلي٬ مېرمنو لپاره د تعليم ٬ فني تربيې او د روزګار نوې موقعې راپېدا كولو لپاره په مختلف منصوبو عمل درآمد روان دے ٬ دغسې چې دوي په ټولنه كښې فعاله كردار ادا كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان سره خبرو كښې وكړه۔ دې ووئېل وېمن ډوېلپمنټ ډېپارټمنټ د مېرمنو خېر یښګړې لپاره د سركاري او شخصي ادارو سره مختلف پروګرامز معارفي كړي دي ٬ د كومو مقصد چې د مېرمنو هنر منده جوړول ٬ دوي په معاشي توګه مضبوطول او په سماجي كچه وقار لرونكے مقام وركول دي۔ دې ووئېل د بلوچستان مېرمنې په زېركتيا ٬ صلاحيت او قابليت كښې په هيڅ هم ډول د هېواد د نورو صوبو د مېرمنو نه كمې نه دي خو د غربت ٬ د بنيادي او ضروري اسانيو نشتوالے او د موقعو كمے د دوي د ترقۍ په لاره كښې خنډان جوړ شوي دي۔ د خبرو په مهال د مېرمنو په سماجي ٬ تعليمي او معاضي ترقۍ په اړه چارو هم په تفصيل سره خبرې وشوې۔










