د صوبے د اولس په ګټه به كومه سودا نه كېږي۔ د بلوچستان وزيراعليٰ

کوئټه 21 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ ميرسرفرازبګټي وئيلي دي د صوبې اولس په ګټه به كومه سمجھوته نه كېږي ۔ده د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس جاري پيغام كښې ووئيل د بلوچستان نزدې يو زر اربه روپۍ د كال بجټ د يو تلخ حقيقت نشاندهي کوي،چې پكښې 80 فيصده نان ډويلپمنټ خرڅونو باندې مصرف كيږي يعني د دوه نيم لكهه سرکاري ملازمانو تنخاګاني او پنشن دغسې …

کوئټه 21 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ ميرسرفرازبګټي وئيلي دي د صوبې اولس په ګټه به كومه سمجھوته نه كېږي ۔ده د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس جاري پيغام كښې ووئيل د بلوچستان نزدې يو زر اربه روپۍ د كال بجټ د يو تلخ حقيقت نشاندهي کوي،چې پكښې 80 فيصده نان ډويلپمنټ خرڅونو باندې مصرف كيږي يعني د دوه نيم لكهه سرکاري ملازمانو تنخاګاني او پنشن دغسې يواځې 200 اربه روپۍ د صوبې 1.3 کروړه اولس خېر ښیګړې او پرمختګ لپاره وي او دې غير متوازن نظام سمولو لپاره د تيرو دوو كلونو كښې مونږ متروك او غير موثره سرکاري دفترې بندې كړي، 8 زره غير ضروري سرکاري چوكۍ ختمي شوي او د غير حاضر ملازمانو په ضد د فرق نه غير کارروائي شوې۔ده ووئيل د اصلاحات مزل لا بشپړ شوے نه دے۔ زه به د بلوچستان د اولس په ګټه كومه سمجهوته ونه كړم او د اصلاحات دا عمل به هر صورت مخ په وړاندې روان وي

مزید خبریں