پیښور 21 جنوری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل خان آفريدي په سوشل ميډيا د كم عمره ماشومې خراب حالت په اړه د ګيلو سمدستي نوټس اغستو سره د ليډي ريډنګ روغتون ايمرجنسي كښې د ماشومانو وارډ دوره وكړه او د معاملې مكمل انكوائري امر يې وكړو ۔د پیښور وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی اړوندو ډاكټرانو خبر كړو چې د ماشومانو په آئي سي يو كښې د بيډ …
خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د ليډي ريډنګ هسپتال كښې د ايمرجنسي چلډرن وارډ دوره ٬ د ماشومانو آئي سي يو لپاره د نوو كټونو وركولو امر

مزید خبریں
پیښور 21 جنوری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل خان آفريدي په سوشل ميډيا د كم عمره ماشومې خراب حالت په اړه د ګيلو سمدستي نوټس اغستو سره د ليډي ريډنګ روغتون ايمرجنسي كښې د ماشومانو وارډ دوره وكړه او د معاملې مكمل انكوائري امر يې وكړو ۔د پیښور وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی اړوندو ډاكټرانو خبر كړو چې د ماشومانو په آئي سي يو كښې د بيډ كمي له امله رنځور خېبر ټيچنګ روغتون ته منتقل كول ضرورې دي چرته جې بيډ موجود دي۔وزيراعلٰی په سمدستي توګه ايمبولينس وركول او د رنځور په وخت د منتقلۍ احكامات جاري كړل ۔وزيراعلٰی د ماشومانو آئي سي يو لپاره د نوو كټونو وركولو په ٬سمدستي توګه د فيبري كيټډ ايكسټينشن كوټو جوړولو او په بيړنو بنيادونو د صلاحيت زياتولو هدايت وكړو ۔ده واضحه كړه كه چرې په سركاري روغتونونو كښې بيډ موجود نه وي نو د ماشومانو دې په نجي روغتونونو كښې د علاج بندوبست وكړے شي او اخراجات به حكومت برداشت كړي۔په دې موقع ده د نورو رنځورانو مسئلو هم په موقع حل كولو احكامات جاري كړل ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی ووئيل حكومت ډاكټرانو او د استاذانو ورورولۍ سره ولاړ دے او د دې خېرښېګړې ته حكومت پام لرنه كوي ۔په دې موقع ګيلو كوونكو په سمدستي توګه پهخ كاروائۍ د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی مننه وكړه۔










