صوبائي حكومت دې د تيراه آئي ډي پيز په څير كرم او نورو سيمو ځپليو لپاره هم د جامع مرستې پېكج اعلان كړي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر

پېښور 21 جنوری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا د تيراه آئي ډي پيز لپاره د مرستې پېكج اعلان خوشبينه اقدام دے خو د كرم او نورو سيمو ځپليو آئي ډي پيز لپاره هم په سمدستي توګه جامع د مرستې پیكج دې اعلان كړے شي ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر هاؤس پیښور له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اسمبلۍ پخواني غړي …

پېښور 21 جنوری (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي د خېبرپښتونخوا حكومت لخوا د تيراه آئي ډي پيز لپاره د مرستې پېكج اعلان خوشبينه اقدام دے خو د كرم او نورو سيمو ځپليو آئي ډي پيز لپاره هم په سمدستي توګه جامع د مرستې پیكج دې اعلان كړے شي ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر هاؤس پیښور له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او د پيپلز پارټۍ لارښود ساجد حسين طوري سره د خبرو په مهال وكړه چا چې ګورنر هاؤس پیښور كښې ده سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د كرم بې كوره شوو كسانو(آئي ډي پيز)صورتحال٬ د مرستې اقدامات او تنظيمي چارو په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل زمونږ بشپړه هڅه ده چې د هلال احمر په مرسته د آئي ډي پيز هر ممكنه مرسته وكړې شي۔ده ووئيل اسلام آباد كښې د هلال احمر نېشنل هيډكوارټر نه نور د مرستې سامان خېبرپښتونخوا ته منتقل كولې شي دغسې چی د ځپلو كورنيو ضروريات پوره كړے شي۔په ملاقات كښې كرم كښې د امن او امان صورتحال او په نورو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع ساجد حسين طوري د هلال احمر لخوا په وركړی شوو مرستې پيكجز د خېبرپښتونخوا ګورنر مننه وكړه او هيله يې څرګند كړه چې راتلونكې كښې به هم د ځپليو كسانو لپاره د مرستې هلې ځلې نورې موثره كولې شي۔د ملاقات په مهال د ګوند په تنظيمي چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔سيد ساجد حسين طوري د خېبرپښتونخوا ګورنر ته د پاړه چنار دورې كولو بلنه هم وركړه۔

مزید خبریں