كوئټه 21 جنوري (اے پي پي) په بلوچستان كښې د المان اعزازي قونصل جنرل او د كوئټه چيمبر آف كامرس اينډ سمال انډسټريز صدر مير مراد بلوچ د مانټين ويو ټيك پارك دوره وكړه،كوم چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ماډل ترمخه جوړ شوے د صوبے وړومبې ټيكنالوجي پارك دے۔ د دورې په مهال د بي پي پي پي اے ډائريكټر فنانس او ډائريكټر پراجيكټس هم دوي سره وو۔ د دورې …
بلوچستان كښې د المان اعزازي قونصل جنرل د مانټين ويو ټيك پارك دوره، تكنيكي مرستي ته اتفاق

مزید خبریں
كوئټه 21 جنوري (اے پي پي) په بلوچستان كښې د المان اعزازي قونصل جنرل او د كوئټه چيمبر آف كامرس اينډ سمال انډسټريز صدر مير مراد بلوچ د مانټين ويو ټيك پارك دوره وكړه،كوم چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ماډل ترمخه جوړ شوے د صوبے وړومبې ټيكنالوجي پارك دے۔ د دورې په مهال د بي پي پي پي اے ډائريكټر فنانس او ډائريكټر پراجيكټس هم دوي سره وو۔ د دورې په مهال د مانټين ويو ټيك پارك انتظاميې تفصيلي بريفنګ وركړو،چې پكښې د ټيك پارك آپريشنل فريم ورك، موجوده آكيوپينسي سټيټس او د سباؤن پراختيا منصوبو څخه خبر شو۔ اداره جاتي پرمختګ، جدت ودې او د نجي څانګي شموليت په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔په دې موقع دې خبري ته سلاح راغله چې مانټين ويو ټيك پارك به د المان مختلف ټيكنالوجي پاركس سره د مرستي امكانات لټولو له رسمي درخواست وركوي۔د مجوزه مرستي مقصد د علم تبادله، د سرمايه كارۍ موقعې او نړيوالو رابطو ته وده وركول دي دغسې چې بلوچستان كښې د ځائي ټيكنالوجي ايكو سسټم قوي كړې شي۔د دورې په اختتام مانټين ويو ټيك پارك چيف ايګزيكټو آفيسر اعزازي ميلمه له يادګاري سووينئر وركړو،كوم چې د نيكو هيلو او شريكي مرستي علامت وګرځولے شو۔










