ګورنر فيصل كريم كنډي د اپوزيشن لارښودو په توګه د محمود خان اچكزئي او علامه راجه ناصر عباسي تعيناتي خوشبينه وګرځوله

پېښور۔ 21 جنوری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په قومي اسمبلۍ كښې د محمود خان اچكزئي او په سېنېټ كښې د علامه راجه ناصر عابسي د اپوزيشن لارښود په توګه د تعينات كېدو هركلي كولو سره دا په هېواد كښې د جمهوريت استحكام لپاره خوشبينه ګرځولې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر ووئيل چې په پارليماني نظام …

پېښور۔ 21 جنوری (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په قومي اسمبلۍ كښې د محمود خان اچكزئي او په سېنېټ كښې د علامه راجه ناصر عابسي د اپوزيشن لارښود په توګه د تعينات كېدو هركلي كولو سره دا په هېواد كښې د جمهوريت استحكام لپاره خوشبينه ګرځولې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر ووئيل چې په پارليماني نظام كښې حكومتي او اپوزيشن ببېنچونه په ګډه د هېواد نظام مخ په وراندې بيايي او مضبوط اپوزيشن جمهوري عمل مؤثر جوړوي۔ ده ووئيل اختلاف رايې د جمهوريت حسن دے او په پارليمان كښې مثبت، تعمیری کردار ادا كول د هېواد په ګټه دے۔ ګورنر زياته كړه چې پاكستان دا مهال ذمه وار او بصيرت لرونكي سياسي مشرتابه ته اړتيا لري كوم چې له ذاتي ګټو پرته د قومي مسئلو حل كولو لپاره كار وكړي۔ ده هيله څرګندونه كړه چې د اپوزيشن نوې مشرتابه به پارلیمانی روایات مضبوطولو او اولسي مسئلې حل كولو كښې فعاله كردار ترسره كړي۔ ده د پارليمان په دواړو ايوانونو كښې د اپوزیشن لارښود تعينات كېدل هېواد كښې د جمهوريت استحكام لپاره خوشبين وګرځول۔