پېښور ۔ 20 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهيل آفريدي د كراچۍ په ګل پلازه كښې د اور لګېدو په پېښه د سندھ وزيراعلی ته د غمرازۍ چيټۍ استولهې ده ۔ د تفصیلات له مخې وزيراعلی سهيل آفريدي په ګل پلازه كښې رامخې ته شوې د اور لګېدو پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس او د ژوبل شوو كسانو زر …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی ګل پلازه كښې د اور لګيدو په پيښه د سندھ وزيراعلی ته د غمرازۍ چيټۍ واستوله

مزید خبریں
پېښور ۔ 20 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سهيل آفريدي د كراچۍ په ګل پلازه كښې د اور لګېدو په پېښه د سندھ وزيراعلی ته د غمرازۍ چيټۍ استولهې ده ۔ د تفصیلات له مخې وزيراعلی سهيل آفريدي په ګل پلازه كښې رامخې ته شوې د اور لګېدو پېښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس او د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعلیٰ په چيټۍ كښې ووئيل د يوې صوبې غم او تكليف د ټول قام غم او تكليف دے او په دې سخت وخت كښې د خېبر پښتونخوا اولس د سندھ حكومت سره ولاړ دے۔ ده ځپليو كورنيو سره د بشپړه يووالي اعلان هم وكړو او هيله يۍ ولرله چې د سندھ حكومت او اولس به دې پېښې څخه په ښه ډول او يو مضبوط عزم سره رابهر شيي۔ سهېل آفریدی په خپله چيټۍ كښې د پوليس او فائر برېګېډ قربانيو ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل ملي يووالي او اولسي تحفظ له بايد صوبې يو بل سره اودريږي










