ټانک، ګورنر فيصل کريم کنډي د پيپلز پارټي ضلعي عهديدارو سره وليدل

پېښور 19 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د ګل په ورځ د ټانك دورې په موقع د پيپلز پارټي د ضلعي صدر سردار هدايت الله خان ګنډه پور په استوګنه د ماسپخين په مېلمستيا كښې ګډٶن كولو په مهال د پيپلز پارټي ضلعي عهديدارو سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د پيپلز پارټي د ډيره ، ټانک او وزيرستان مشران او كاركنان په …

پېښور 19 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د ګل په ورځ د ټانك دورې په موقع د پيپلز پارټي د ضلعي صدر سردار هدايت الله خان ګنډه پور په استوګنه د ماسپخين په مېلمستيا كښې ګډٶن كولو په مهال د پيپلز پارټي ضلعي عهديدارو سره ليدلي دي ٬ په دې موقع د پيپلز پارټي د ډيره ، ټانک او وزيرستان مشران او كاركنان په لويه شمېر موجود وو۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخئ د پارټۍ ډويژنل سينئر نائب صدر فتح شير خان محسود، د سوئيلي وزيرستان صدر شمس محسود، سينئر لارښود نديم عوام دوست، ملك سيد محمد خان اشنګي، سردار امان الله محسود او نور عهديدارو ګورنر د سېمې د مسئلو او تنظيمي چارو نه خبر كړو۔ ګورنر د يو شمېر مسئلو په موقع د حل احكامات جاري كړل۔

مزید خبریں