فېصل آباد۔ 19 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو سلاحكار رانا ثناﺀ وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې ځوانان د تعليم ٬ تحقيق او ټېكنالوجۍ د لارې په خپلو پښو اودرول د پاكستان پرمختګ لپاره ضروري دي۔ ده د ګل په ورځ دلته په ګورنمنټ کالج یونیورسټی فېصل آباد كښې د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم لاندې 1934 زده كوؤنكو انجونو او هلكانو …
د ټيكنالوجۍ د لارې ځوانان په خپلو پښو اودرول د پاكستان پرمختګ لپاره ضروري دي: رانا ثناﺀ

مزید خبریں
فېصل آباد۔ 19 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو سلاحكار رانا ثناﺀ وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې ځوانان د تعليم ٬ تحقيق او ټېكنالوجۍ د لارې په خپلو پښو اودرول د پاكستان پرمختګ لپاره ضروري دي۔ ده د ګل په ورځ دلته په ګورنمنټ کالج یونیورسټی فېصل آباد كښې د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم لاندې 1934 زده كوؤنكو انجونو او هلكانو ته د لېپ ټاپس وركولو دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ځوانان د كوم هم قام تر ټولو قيمتي اثاثه وي او د لېپ ټاپ وېشلو دا اقدام د پاكستان د روښانه سباؤن عكاسي كوي۔ ده د وزیراعظم یوتھ پروګرام ډلې له مباركي وركولو سره ووئيل د دې سكيم بنيادي مقصد مېرټ ته وده وركول او صلاحيت لرونكو زده كوؤنكو ته يو برابر موقعې وړاندې كول دي۔ ده ووئيل د وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم لاندې تر دې دمه په ګرد هېواد كښې 6 لكه لېپ ټاپس وېشلې شوي ۔ ده وويئل تېر كال يو لاك لېپ ټاپ زده كوونكو ته وركړے شول په كومو كښې چی 58 زره انجونو ته وركړے شول۔ د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال په اړه ده ووئيل په معركه حق كښې پاكستان بريالے شو۔ ده ووئيل د شخړې په مهال د هندي ميډيا دروغو ادعاګانو له امله هند په نړيواله كچه رسوايۍ سره مخ شو او پاكستانۍ ميډيا حقائق بيان كړل۔ دې څخه وړاندې سېنېټر رانا ثنا د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم لاندې د ګورنمنټ کالج یونیورسټی فېصل آباد زده كوؤنكو ته لېپ ټاپس وركړل۔ په دستوره كښې د جي سي یونیورسټي وائس چانسلر ډاکټر رؤف اعظم، ځائي پارلېمنټېرینز، د یونیورسټی سېنډیکېټ غړو ٬ استاذانو او زده كوونكو ګډون وكړو۔










