اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بصارت څخه محروم وګړو پشمول ټولو خصوصي وګړو د حقونو تحفظ،يو ډول موقعو وركولو او مساوي ټولني جوړولو له د عزم څرګندوني سره وئيلي چې پاكستان كښې د بصارت څخه محروم وګړي بېلو څانګو او تر دې چې مسابقتي امتحان كښې هم كاميابۍ نه پس په زړه پورې كار كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ …
د خصوصي وګړو د حقونو تحفظ، هغوې له يو ډول موقعې وركولو او او مساوي ټولني جوړولو له لوظي يو۔وزيراعظم شهباز شريف د بريل نړيوالي ورځ په موقع پيغام
اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بصارت څخه محروم وګړو پشمول ټولو خصوصي وګړو د حقونو تحفظ،يو ډول موقعو وركولو او مساوي ټولني جوړولو له د عزم څرګندوني سره وئيلي چې پاكستان كښې د بصارت څخه محروم وګړي بېلو څانګو او تر دې چې مسابقتي امتحان كښې هم كاميابۍ نه پس په زړه پورې كار كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د بريل نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې كړي۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د دې ورځ په مناسبت سره پاكستان ا ټوله نړۍ كښې د بصارت څخه محروم وګړو لپاره د خير سګالۍ جذبو څرګندونه كوو، د لوئي بريل انقلابي لمسي تحريري نظام په ټوله نړۍ كښې ګڼ شمير بصارت څخه محروم وګړو لپاره تعليم، معلومات تر رسنه او وقار لرونكي ژوند موقعې پيدا كړې۔د دې نظام اهميت منلو سره ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كال 2018 كښې 4 جنوري د بريل نړيواله ورځ ګرځولي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د بصارت څخه محروم وګړي بريل خپلولو سره بېلو څانګو كښې په زړه پوري خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل حكومت پاكستان د بصارت څخه محروم وګړو پشمول ټولو خصوصي وګړو د حقونو تحفظ، يو ډول موقعو وركول ، مساوي ټولني جوړولو له لوظي دے۔پاكستان كښې د بصارت څخه محروم وګړي بېلو څانګو كښې تر دې چې مسابقتي امتحان كښې هم كاميابۍ نه پس په وړه پورې كار كوي۔ده په دې لړ كښې د صائمه سليم مثال وركړو چا چې خارجه آفيسر په حيثيت سره د پاكستان په ملګرو ملتونو مشن كښې خپل فرائض ترسره كړي۔ وزيراعظم ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته دا ډول كاميابۍ د استقامت، اهليت او قومي وقار روښانه مثالونه دي۔ ده ياد تازه كړل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د خصوصي وګړو لپاره كنونشن (UNCRPD) غړے دے او د علم او تر معلومات رسنه باوري كولو لپاره پاكستان 2023 كښې د مراكش معاهدے هم توثيق كړې۔وزيراعظم د بصارت څخه محروم وګړو د حقونو تحفظ لپاره د حكومت نه علاوه په معاشرتي كچه تعليمي ادارو، سول سوسائټي، نجي څانګي او ميډيا ته اپيل كړې چې بريل خواندګي، د رسني وړ سهوليات ودي لپاره خپلي شريكي هڅي او مرسته لا مستحكم كړي۔










