اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټۍ (پی پی پی ) چیئرمین بلاول بھټو زرداری قصور ته نزدې د هندي بارډر سېكورټي فورس (بی اېس اېف )په ډزو د دوه پاكستاني وګړو د شهادت پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې تش لاسه پاكستاني وګړي هدف جوړول زيات د افسوس او غندنې وړ دي۔ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا په جاري شوي بيان كښې بلاول بھټو …
د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري قصور ته نزدې د هندي بي اېس اېف په ډزو د دوه پاكستاني وګړو د شهادت سخته غندنه
اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) د پاكستان پيپلز پارټۍ (پی پی پی ) چیئرمین بلاول بھټو زرداری قصور ته نزدې د هندي بارډر سېكورټي فورس (بی اېس اېف )په ډزو د دوه پاكستاني وګړو د شهادت پېښې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي چې تش لاسه پاكستاني وګړي هدف جوړول زيات د افسوس او غندنې وړ دي۔ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا په جاري شوي بيان كښې بلاول بھټو زرداري ووئيل د شهيد شوي عظمت رسول او محسن جټ كورنۍ سره غم كښې يو برابر شريك يم۔ ده ووئيل په نړيواله پوله تش لاسه وګړي په نخښه كول د بشري ځانونو د حرمت او د منلې شوې پوليزو ضابطو سنګينه خلاف ورزي ده۔ بلاول بھټو زرداري زياته كړه چې د بې ګناه پاكستاني وګړو وينه د مودي سركاري او هندي ګودي ميډيا د كومې بې بنسټه بيانيې پردې شا ته پټېدې نه شي۔ ده ووئيل پاكسان امن غواړي خو امن كښې خوښي بايد زمونږ كمزوري ونه ګڼل شي۔ قوم د خپلې خپلواكۍ او سلامتيا دفاع لپاره يو موټې دې۔ بلاول بھټو زرداری ووئيل هند له به معركه حق كښې له ماتې خوړولو څخه سبق زده كولو سره په نړيواله پوله د منلې شوې ضابطې او بشري ځان احترام باوري كول وي۔










