اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د هند د پولې ساتونکو ځواکونو لخوا د خپلو دوو وګړو په وژلو د هند ناظمالامور طلب كولو سره سخت احتجاج ثبت كړې او دا خبره يۍ په ډاګه كړې ده پاکستان د وژل شویو کسانو د درانداز بللو هر ډول هڅه په کلکه ردوي۔ هند باید د بنسټیزو بشري حقونو او نړیوالو قوانینو درناوی یقیني کړي او د اړوندو دوه اړخیزو ترتیباتو او منل …
پاکستان د هندي پولې ساتونکو ځواکونو لخوا د خپلو دوو وګړو په وژلو د هند ناظم الامور طلب كولو سره سخت احتجاج ثبت كړو: د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د هند د پولې ساتونکو ځواکونو لخوا د خپلو دوو وګړو په وژلو د هند ناظمالامور طلب كولو سره سخت احتجاج ثبت كړې او دا خبره يۍ په ډاګه كړې ده پاکستان د وژل شویو کسانو د درانداز بللو هر ډول هڅه په کلکه ردوي۔ هند باید د بنسټیزو بشري حقونو او نړیوالو قوانینو درناوی یقیني کړي او د اړوندو دوه اړخیزو ترتیباتو او منل شویو سرحدي تګلارو په کلکه پېروي وکړي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د هند ناظم الامور د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتلې شوې و، ترڅو د 2026 کال د اکتوبر په 2مه د نړیوالې پولې په بېدیاں سېکټر کې د هندي سرحدي ځواکونو (BSF) د پرسونل لخوا د دوو پاکستاني وګړو د وژلو په اړه د پاکستان سخت احتجاج ثبت کړي۔ د بي اېس اېف اهلكار د تش لاسې وګړو خلاف جواز نه لرونكې وژونې قوت وكارولو۔ وياند ووئيل داسې كولو غېر ضروري او غېر مناسب وو چې په نتيجه كښې يۍ دوه ځانونه ضائع شول۔ وياند په ډاګه كړه چې پاكستان د وژلې شوې كسانو درانداز بللو كومه هم هڅه ردوي۔ په دې خبره زور راوړلې شو چې دا پېښه د بنيادي بشري حقونو خلاف ورزي او د نړيوال قانون لاندې د عامو وګړو د ژوند تحفظ له سنګينې اندېښنې رامخې ته كوي۔ د وياند له مخې هند ته وئيلې شوي دي چې دې پېښې فوري او د باور وړ پلټنې وكړي ٬ د ذمه وارو خلاف مناسب تاديبي او قانوني كارروائي وكړي او پاكستان د شوې او روانو پلټنيو نتيجو په اړه خبر كړې شي۔ د وياند له مخې هند ته دا هم وئيلې شوي دي چې هغه دې د بنيادي بشري حقونو او نړيوال قانون احترام باوري كړي او د اړوندو دوه اړخیزو ترتیباتو او منل شویو سرحدي تګلارو په کلکه پېروي وکړي٬ په داسې حالاتو كښې دې ضبط څخه كار واخلي او سباؤن كښې د دې ډول پېښو رامخې ته كېدو لاره نيولو لا كوټلي اقدامات وكړي۔










