اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د وفاقي جمهوريه المان صدر ډاکټر فرينك والټر اسټائن مائر او د المان اولس ته د المان د بيا يووالي ورځې په موقع مباركي وركولو سره ووئيل پاکستان المان ته د باور وړ همكار په حېث په درنه سترګه ګوري، په ګڼ اړخيزه څانګو كښې به دوه اړخيزه اړيكې پرله پسې پراخا كولې شي ۔ د ايوان صدر …
صدر آصف علي زرداري د المان يووالي ورځې په موقع خپل الماني همڅنګ له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د وفاقي جمهوريه المان صدر ډاکټر فرينك والټر اسټائن مائر او د المان اولس ته د المان د بيا يووالي ورځې په موقع مباركي وركولو سره ووئيل پاکستان المان ته د باور وړ همكار په حېث په درنه سترګه ګوري، په ګڼ اړخيزه څانګو كښې به دوه اړخيزه اړيكې پرله پسې پراخا كولې شي ۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل د پاکستان او المان اړيكې به په سياسي٬ اقتصادي٬ توان٬ كلتوري، تعليمي، سائنسي او په تکنيکي څانګو كښې پرله پسې پراخا كولې شي۔ ده په اروپائي ائتلاف كښې د المان اهم كردار او د پاکستان او اروپائي اېتلاف اړيكو لا قوي كولو لپاره د المان د مرستې هم ستاينه وكړه۔ صدر آصف علي زرداري د دې هيلې څرګندونه وكړه چې صدر ډاکټر فرينك والټر اسټائن مائر سره به په ګډه د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه د پاكستان او المان ترمېنځه دوستي او په شريك احترام اډانه اړيكو ته لا وده وركولې شي۔








