په باکو کښې د ”ژبو ترمنځ پُل“ تر سرلیک لاندې ادبي غونډه، د پاکستاني او آذربایجاني ادب ژباړې وړاندې كړې شوې

باکو 03 آکتوبر ( اے پی پی) په باكو كښې د پاكستاني سفارتخانې تر اهتمام لاندې او د آذربائيجان يونيورسټي آف لېنګوېجز د پاكستاني زبان وثقات مركز په مرسته د "ژبو ترمنځ پل: د آذربایجان-اردو ادبي ژباړو د پرانیستې مراسم" تر سرلیک لاندې یوه ځانګړې ادبي غونډه وشوه۔ په دې غونډه کې د پاکستاني هڅونکي وېناوال او لیکوال قاسم علي شاه لخوا د مشهور کتاب "منزل کی طرف" د آذربایجاني …

باکو 03 آکتوبر ( اے پی پی) په باكو كښې د پاكستاني سفارتخانې تر اهتمام لاندې او د آذربائيجان يونيورسټي آف لېنګوېجز د پاكستاني زبان وثقات مركز په مرسته د “ژبو ترمنځ پل: د آذربایجان-اردو ادبي ژباړو د پرانیستې مراسم” تر سرلیک لاندې یوه ځانګړې ادبي غونډه وشوه۔ په دې غونډه کې د پاکستاني هڅونکي وېناوال او لیکوال قاسم علي شاه لخوا د مشهور کتاب “منزل کی طرف” د آذربایجاني ژباړې او د آذربایجان د زده كړو كارپوه او د آذربائيجان يونيورسټي آف لېنګوېجز رېكتر پروفېسر كمال عبد الله د مشهور كتاب “وادي طلسم” اردو ژباړې مخكتنه وشوه۔ دا ژباړې د پاکستان او آذربایجان ترمنځ مخ په زیاتیدونکي ادبي، اکاډمېک او کلتوري اړیکو او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ ژور تړون منعكس كوي۔  د دستورې پرانسته د پاكستان د وفاقي تعليم او پېشه ورې تريبه وزيرمملكت وجيه قمر وكړه۔ د دستورې په مهال د ورجینیا مورګان حیات لخوا د پاکستان د متنوع کلتوري میراث، تاریخي ځایونو، طبیعي ښکلا او ښکلي منظرو په اړه یو ځانګړی عكسي نندارتون وړاندې كړې شو۔ ورجینیا په پاکستان کې خپلې تجربې او تاثرات د ګډونوالو سره شریک کړل۔ په دستوره كښی د آذربائیجان د پارليمنټ غړو ، د زده كارپوهانو ، دانشورانو ، ادیبانو ، زده كونكو ، میډیا نمائندګانو او د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔