د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاکستان-بحرین ګډ کمېسیون غونډې له د چمتووالي جاج واخیستل شو

اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د پاکستان-بحرېن ګډ كمېسيون (جے اېم سی) درېمې غونډې د چمتووالي جاج اخستلو له د بېن الوزارتي غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري نائب وزيراعظم  ته د راتلونكې غونډې ايجنډې او د دوه اړخيزه همكارۍ مهمو څانګو په اړه بريفنګ …

اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیر اعظم / خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د خالي په ورځ د پاکستان-بحرېن ګډ كمېسيون (جے اېم سی) درېمې غونډې د چمتووالي جاج اخستلو له د بېن الوزارتي غونډې مشري وكړه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري نائب وزيراعظم  ته د راتلونكې غونډې ايجنډې او د دوه اړخيزه همكارۍ مهمو څانګو په اړه بريفنګ وركړو۔ نائب وزیراعظم د پاکستان-بحرین همكارۍ ته لا پراختيا وركولو كښې د جے اېم سي په اهميت زور راوړو او اړوندو وزارتونو ته يۍ لارښوونه وكړه چې هغوي نزې هم آهنګۍ سره چمتوالې بشپړ كړي او راروانه اوونۍ كښې د بحرېني خارجه وزير دورسې څخه كوټلې پايلې ترلاسه كړي۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيال طارق باجوہ، لنډ مهاله خارجه سېكرټري او د ټولو اړوندو وزارتونو سېكترانو او مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔