اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) پاكستان ايئر فورس په ځائې توګه جوړ شوې’’تيمور ويپن سسټم‘‘ كامياب تجربه كړې ده،كوم چې د قومي ايرو اسپيس او دفاعي صلاحيتونو په پرمختګ كښې يوه لويه كاميابي ده۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي له مخې تيمور ايئر لانچډ كروز ميزائل دشمن د زمكي او بحري اهداف 600 كلوميټره رينج په ښه ډول په نښه كولو صلاحيت لري او دا د روايتي …
پاكستان ايئر فورس په ځائې توګه جوړ شوي’’تيمور ويپن سسټم‘‘ كامياب تجربه
اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) پاكستان ايئر فورس په ځائې توګه جوړ شوې’’تيمور ويپن سسټم‘‘ كامياب تجربه كړې ده،كوم چې د قومي ايرو اسپيس او دفاعي صلاحيتونو په پرمختګ كښې يوه لويه كاميابي ده۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي له مخې تيمور ايئر لانچډ كروز ميزائل دشمن د زمكي او بحري اهداف 600 كلوميټره رينج په ښه ډول په نښه كولو صلاحيت لري او دا د روايتي وارهيډ وړولو قابل دے۔تر ټولو جديد نيويګيشن او ګائيډنس سسټم لرونكې تيمور كم اوچتوالي پرواز كولو ډيزائن كړې شوي كوم چې د دښمن فضائي او ميزائل دفاعي نظامونو څخه په مؤثره ډول د بچ كيدو جوګه كوي۔آئي ايس پي آر له مخې كامياب فلائټ ټيسټ د پاكستان دفاعي صنعت تكنيكي پختګي،جدت او خود انحصارۍ عكاسي كوي۔د لانچ په موقع د پاكستان وسله والو ځواكونو سينئر افسرانو نه علاوه نوموړو سائنسمدارو او انجينئرانو هم ګډون وكړو،چا چې د دې جديد ويپن سسټم جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړې۔ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو (اين آئي ايم، ايچ جے، چيف آف دي ايئر اسټاف) په دې لويه كاميابۍ سائنسمدارو، انجينئرانو او پاك فضائيه ټولي ډلي له مباركي وركړه۔ده د هغوي پېشه وره پوهه ، محنت او د پاكستان دفاعي صلاحيتونو قوي كولو لپاره د غير متزلزل عزم ستائنه وكړه۔ايئر چيف وئويل دا ډول كاميابۍ د قوم ټيكنالوجيكل خود كفالت ترلاسه كولو تاو بدل شوې سيمه ايز سكيورټي ماحول كښې معتبر روايتي مخنيوې برقرار ساتلو د عزم ګواهي ده۔تيمور ويپن سسټم كامياب ټيسټ د پاكستان ايئر فورس آپريشنل تياري، ټيكنالوجيكل برتري او قومي سلامتيا مقصدونو عكاسي كوي۔










