لاهور 03 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان فضائيه د اړخه په ځائې توګه جوړې شوي تيمور ويپن سسټم په كامياب تجربه قوم او پاك فضائيه له مباركي وركړې ده۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د پاك پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ، چيف آف ايئر اسټاف ايئر …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د تيمور ويپن سسټم په كامياب تجربه قوم او پاك فضائيه له مباركي وركړه
لاهور 03 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان فضائيه د اړخه په ځائې توګه جوړې شوي تيمور ويپن سسټم په كامياب تجربه قوم او پاك فضائيه له مباركي وركړې ده۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د پاك پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ، چيف آف ايئر اسټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او ميزائل سسټم كار كونكو سائنسمدارو او انجينيرانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزيراعظم د پاكستان دفاعي صلاحيتونه قوي كولو لپاره د پاك فضائيه پيشه وره پوهه او غير متزلزل عزم ستائلو سره ووئيل تيمور ويپن سسټم په سوب به د هېواد دفاع نوره هم مستحكم شي۔ده ووئيل كامياب فلائټ ټيسټ د پاكستان د دفاعي صنعت تكنيكي پختګي، جدت او خود انحصاري په ګوته كوي۔ده ووئيل د تيمور ويپن سسټم كامياب تجربه د پاك فضائيه آپريشنل تياري، تكنيكي وړاندې والې او قومي سلامتيا مقصدونه ترلاسه كولو لپاره د پرله پسې هڅو عكاسي كوي۔










