پاكستان د هند خارجه وزير غير ذمه واره تورونه سختۍ سره رد كړې

اسلام آباد 03 جنوري  (اے پي پي) د خارجه دفتر  وياند طاهر حسين اندرابي د هند خارجه وزير د پاكستان په اړه ريماركس په حقله خپل ردعمل كښې وئيلي چې پاكستان د هند د خارجه وزير غير ذمه واره الزامات سختۍ سره رد كړې دي۔ وياند د خالي په ورځ په خپل بيان كښې وئيلي چې هند يو ځل بيا سيمه كښې عدم استحكام او ترهه ګرۍ وده كښې خپل …

اسلام آباد 03 جنوري  (اے پي پي) د خارجه دفتر  وياند طاهر حسين اندرابي د هند خارجه وزير د پاكستان په اړه ريماركس په حقله خپل ردعمل كښې وئيلي چې پاكستان د هند د خارجه وزير غير ذمه واره الزامات سختۍ سره رد كړې دي۔ وياند د خالي په ورځ په خپل بيان كښې وئيلي چې هند يو ځل بيا سيمه كښې عدم استحكام او ترهه ګرۍ وده كښې خپل د تشويش وړ كردار څخه پام ګرځولو هڅه كوي۔ده ووئيل سيمه او په خاص توګه پاكستان كښې د ترهه ګرۍ هلو ځلو كښې د هند ككړ كيدو په اړه دستاويزي شواهد شته۔ وياند وئيل د كلبھوشن ياديو معامله د پاكستان په ضد منظم، رياستي سرپرستي كښې د ترهه ګرۍ يو ښكاره مثال دے، دې نه ځانله ماورائے سرحدي قتل، پراكسي عناصر د لارې تخريبي كارروائي او ترهه ګرۍ نيټ وركس له پټ معاونت وركولو بيا بيا رامخې ته كيدونكي پېښي د تشويش وړ دي۔ده ووئيل دا طرزِ عمل د هندوتوا انتها خوښي سوچ نظريے سره مطابقت لري۔وياند ووئيل هند اوس هم جموں و كشمير كښې خپل غير قانوني او پرتشدد فوځي قبضه برقرار ساتلي ده۔پاكستان د كشميريانو جائز هلو ځلو كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له بشپړه سياسي، اخلاقي او سفارتي حمايت جاري ساتلو په خپل عزم ولاړ دے۔ده ووئيل سندھ طاس معاهده يوه نړيواله معاهده ده كومه چې نيك نيتۍ او د ذكر وړ قربانيو سره ترسره شوي۔ د هند د اړخه د دې معاهدے كومي هم يو اړخيزه خلاف ورزۍ سره سيمه ايز استحكام ته زيان رسي۔ وياند ووئيل پاكستان به د معاهدے ترمخه خپل حقوق تحفظ لپاره ټول ضروري اقدامات كوي۔