اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه وئيلي چې ټول هېواد كښې د انټرنيټ رفتار مسئلو ښكار دے او د دې بنيادي وجه د موجوده سپيکټرم کمې دے، وفاقي کابينې د لوئ سپيکټرم آکشن فريم ورك منظوري وركړې ده،فائيو جي سروسز به په 6 مياشتو كښې د اسلام آباد پشمول صوبائي سرښارونو كښې كار پېل كړي،د باور وړ انټرنيټ …
وفاقي کابينې د لوئ سپيکټرم آکشن فريم ورك منظوري وركړي، فائيو جي سروسز به په 6 مياشتو كښې د اسلام آباد پشمول صوبائي سرښارونو كښې كار پېل كړي۔ شزه فاطمه خواجه
اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د انفارمېشن ټيکنالوجي او ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه وئيلي چې ټول هېواد كښې د انټرنيټ رفتار مسئلو ښكار دے او د دې بنيادي وجه د موجوده سپيکټرم کمې دے، وفاقي کابينې د لوئ سپيکټرم آکشن فريم ورك منظوري وركړې ده،فائيو جي سروسز به په 6 مياشتو كښې د اسلام آباد پشمول صوبائي سرښارونو كښې كار پېل كړي،د باور وړ انټرنيټ نه غير نن په نړۍ كښې پرمختګ ممکن نه دے، پاکستان دا مهال د نړۍ څلورم لوئ فري لانسنګ معيشت دے دغسې آئي ټي سيکټر د كال تقريباً 20 نه تر 21 فيصده شرح سره پرمختګ كوي۔د جمعې په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې وفاقي وزيري ووئيل پاکستان دا مهال تقريباً د 24 کروړه آبادۍ لپاره د موبائل انټرنيټ پورا نيټ ورك يواځې په 274 ميګا هرټز سپيکټرم چلوي كوم چې داسې دے لكه چې څلور لائن لرونكې ټريفك د دوه لائنونو په سړك چلولې كيږي۔دي ووئيل دغه بنيادي وجه ده چې له امله ئې د انټرنيټ رفتار سست دے،سيمه كښې پاکستان سره د سپيکټرم شته والې كم دے۔ تقابلي جائزه وركولو سره دې ووئيل د کمي آبادۍ باوجود بنګله ديش سره تقريباً 600 ميګا هرټز سپيکټرم شته۔شزه فاطمه ووئيل وفاقي کابينې د لوئ سپيکټرم آکشن فريم ورك منظوري وركړې ده چې له مخې به ئې ټيلي کام آپريټرز له تقريباً 600 ميګا هرټز اضافي سپيکټرم وركولې شي،دغه نيلامي به راروانو څو اوونو كښې وشي۔دي ووئيل په دغه نيلامۍ كښې به 7 سپيکټرم بينډز شامل وي چې پكښې به 5 په وړمبي ځل په پاکستان كښې نيلام کړې شي۔ وفاقي وزيري د پاکستان په نړيوال انټرنيټ کنيکټوټي كښې په ښه والي رڼا اچولو سره ووئيل پاکستان د نړۍ تر ټولو اوږد ميرين کيبل سسټم (ايم ايم ډبليو6) برخه جوړه شوي دغسې نور دوه په سمندر كښې دننه کيبلز به سږ كال فعاله شي۔دي ووئيل د دې اقدامات سره به په محدود روټس انحصار کم شي او نړيوال کيبل کټس له امله رامخې ته كيدونكي خنډان به كم شي لكه چې اوسنيو كښې بحيره احمر په سيمه كښې رپورټ شوي۔انټرنيټ بنديزونو په اړه د پوښتنو په ځواب وفاقي وزيري واضحه كړه چې كوم هم عارضي بنديز پريكړه د آئي ټي وزارت پاليسۍ ترمخه نه بلكه د كورنيو چارو وزارت سکيورټي په سپارښتنه كيږي۔شزه فاطمه د دې باور څرګندونه وكړه چې د سپيکټرم نيلامۍ نه پس به صارفينو ته درې څلور مياشتو كښې د انټرنيټ معيار كښې ښه والې محسوس شي۔دي دغه اصلاحات د پاکستان ډيجيټل مستقبل لپاره انقلابي وګرځول۔دې ووئيل دا پاليسۍ يواځې د راروان يو كال لپاره نه بلكه لسيزو لپاره دي










