اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي پاكستان ايران سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او ايران خپل نزدې ملګري ګڼي ٬ د ميډيا اړيكو زياتوالي سره به د پاكستان او ايران ترمېنځه د وړاندې نه شته اړيكې لا قوي او مستحكمې شي٬ دواړه هېوادونه يو مشتركه تاريخ ٬ مذهب ٫ كلتور او ورثه لري د …
د ميډيا تر مينځه اړيكو زياتولو سره به د پاكستان او ايران اړيكې لا قوي او مستحكمې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)د اطلاعات٬ خپرونو او قامې ورثې وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي پاكستان ايران سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او ايران خپل نزدې ملګري ګڼي ٬ د ميډيا اړيكو زياتوالي سره به د پاكستان او ايران ترمېنځه د وړاندې نه شته اړيكې لا قوي او مستحكمې شي٬ دواړه هېوادونه يو مشتركه تاريخ ٬ مذهب ٫ كلتور او ورثه لري د كومو په سوب چې دواړه هېوادونه د دوستۍ او ورورولۍ په خپلولې تړلې شوې دي۔د نهې په ورځ د ايران سفير مهدي هنر دوست سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل د ميډيا اړيكو زياتوالي سره به د پاكستان او ايران ترمېنځه د وړاندې نه موجوده اړيكې لا قوي او مستحكمې شي۔ ده ووئيل ميډيا د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي كچه روابطو ته وده وركولو او د غلط فهمو خاتمې له ښه ذريعه ثابتېدې شي او دغسې د شريكې خوښې د چارو ودې او خبرتيا پحقله به شعور لا زيات كړې شي۔ سناتور پروېز رشید د ميډيا پلاويو په تګ راتګ ټېنګار كولو سره ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو خبريالان د يو بل تجربو څخه استفاده وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزير او د ايران سفير د ميډيا ٬ اطلاعات او كلتور په څانګو كښې د مرستي جاج واخست۔ دواړو مشرانو د اولس شريكې ګټې له د پاكستان او ايران ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركولو له د لوظ پخلې وكړو۔










