اسلام آباد 28 جون (اے پی پی) د لنډ مهاله اولس مشر ميا رضا رباني وئېلي دي چې د حكومت په ھڅو د پوليو په رنځورۍ كښې په ځانګرې توګه كمې راغلې٬پاكستان به ډېر زر د پوليو څخه پھ مكمل توګه خلاصې بيا مومي۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د روټري انټرنېشنل استازو سره د خبرو په مهال وكړی كومو چې ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔لنډ …
د حكومت په ھڅو د پوليو په رنځورۍ كښې په ځانګرې توګه كمې راغلې

مزید خبریں
اسلام آباد 28 جون (اے پی پی) د لنډ مهاله اولس مشر ميا رضا رباني وئېلي دي چې د حكومت په ھڅو د پوليو په رنځورۍ كښې په ځانګرې توګه كمې راغلې٬پاكستان به ډېر زر د پوليو څخه پھ مكمل توګه خلاصې بيا مومي۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د روټري انټرنېشنل استازو سره د خبرو په مهال وكړی كومو چې ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔لنډ مهاله اولس مشر د دې هيلې څرګڼدونه وكړه چې پاكستان به ډېر زر په بشپړه توګه پھ دې رنځورۍ قابو بيا مومي٬په دې لړ كښې د روټري انټرنېشنل مرسته پكستان لپاره ډېر ښھ ثابته شوې۔لنډ مهاله اولس مشر ووئيل چې پھ كاميابۍ سره د روان ضرب عضب عملياتو له امله د 6 لكو څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو وركول ممكن شوي۔ده ووئيل چې دا خبره د خوشحالۍ ده چې د پوليو مخ نيوي لپاره په فاټا كښې هم كاميابي ترلاسه شوې۔د پوليو وركران رنځورنۍ مخ نيوي لپاره د خپل ځان پروا هم نه كوي۔حكومت د دوي تحفظ لپاره د امنيت انتظامات باوري كوي۔پھ دې موقع د انټرنېشنل روټري چيئرمېن مائيكل مېك ګورن لنډ مهاله اولس مشر د خپل تنظيم لخوا پھ پكستان كښې د فلاحي چارو په اړه خبر كړو۔ده ووئيل چې د پوليو د مخ نيوي نه علاوه روټري انټرنېشنل د څښكلو پاكو اوبو او تعليم ته هم پام كوي










