اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا په ضلع كرم كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارج په ضد په روانو كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس وِنګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل پاك پوځ او قانون نافذ كوونكې ادارې د خوږ هېواد دفاع په ثابت …
صدر مملكت آصف علي زرداري د 23 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا په ضلع كرم كښې د هند ملاتړ لرونكو فتنه الخوارج په ضد په روانو كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پريس وِنګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل پاك پوځ او قانون نافذ كوونكې ادارې د خوږ هېواد دفاع په ثابت قدمۍ سره كوي۔ ده په خېبر پښتونخوا كښې نن د 23 ترهګرو په وژلو او تېر ورځ د 4 ترهګرو په وژلو د فورسز د موثره لائحې ستائنه وكړه۔ صدر مملکت د هند په سرپرستۍ كښې د هڅې كوٶنكو ترهګرو نېټ ورك ختمولو لپاره د امنيتي ځواكونو د عزم او وظيفاېي پوهې ستائنې سره ووئيل د پاکستان خاورې څخه د بهر په ملاتړ هڅې كوٶنكو ترهګرو خاتمه په قامي اتفاق روانه ده۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل قام به د شهيدانو او غازيانو قربانۍ تل يادې ساتي










