برسلز۔21اکتوبر (اے پي پي) اروپائي ائتلاف واضحه كړې ده چې په اسرائیل بندېزونو لګولو اوس هم غور كېږي۔ د العربیه اردو تر مخه د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر کاجا کیلس تېره ورځ په لیکسمبرګ كښې د اروپائي خارجه وزيرانو د غونډې په مهال ووئېل په اسرائیل د بندېزونو لګولو باندې اوس هم غور كېږي ۔ هغه ووئېل په غونډه كښې په خاص توګه د 10 اکتوبر نه پس …
په اسرائیل بندېزونو باندې اوس هم غور روان دے ، اروپائي ائتلاف

مزید خبریں
برسلز۔21اکتوبر (اے پي پي) اروپائي ائتلاف واضحه كړې ده چې په اسرائیل بندېزونو لګولو اوس هم غور كېږي۔ د العربیه اردو تر مخه د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر کاجا کیلس تېره ورځ په لیکسمبرګ كښې د اروپائي خارجه وزيرانو د غونډې په مهال ووئېل په اسرائیل د بندېزونو لګولو باندې اوس هم غور كېږي ۔ هغه ووئېل په غونډه كښې په خاص توګه د 10 اکتوبر نه پس د غزہ په صورت حال به هم غور كېږي ۔ هغه ووئېل تېره اوونۍ د پیش رفت نه پس صورت حال یقیني ده چې بدل كړے شوے دے ، خو اصل پوښتنه دا ده چې د اروپائي خارجه وزيرانو د اسرائیل خلاف د مجوزہ بنېزونو په اړه به پرېكړه كوي ۔ یاد دې وي چې اروپائي کمیسون نزدې د دوه كاله خاموشۍ نه پس په وړومبي ځل په 10 ستمبر د اسرائیل په خلاف ورزیو غبرګون څرګندولو سره د بندېزونو تجاویز وركړې وؤ ۔ په دغه وړاندېزونو كښې د اروپائي ائتلاف او اسرائیل تر مينځه د شراکت دارۍ لوظ نامې تر مخه د څيزونو په آزادۍ سره د وړلو راوړلو حق معطل کول ، کسټم ډیوټیز عائد کول او د فلسطین مقبوضه سيمو باندې قبضه کوونكو وګړو نه علاوہ د اسرائیل وزيران ایتمار بن ګویر او بزالیل سموټریچ باندې انفرادي بندېزونه لګول شامل دي۔










