د سي پېك تل پاتي پرمختګ كښې ډېټا رسورسز مهم كردار لري

بيجنګ20 (اے پي پي) د چائنه پاكستان اكنامك كورېډور (سي پېك) منصوبو كښې د تل پاتي اهداف لپاره د ډيټا رېسورسز او ډيجېټل انفراسكچر كردار ځانګرے ګرځولے شوے۔بيجنګ كښې تابيا شوي د موسمياتي بدلون د آفات خطرو په اړه دويم نړيوال تعليمي سېمنار كښې پوهانو خپل خطاب كښې په دې خبره زور راوړو چې درست ٬ په وخت او سمه ډېټا د سباون منصوبو ٬ پاليسي سازۍ او د سي …

بيجنګ20 (اے پي پي) د چائنه پاكستان اكنامك كورېډور (سي پېك) منصوبو كښې د تل پاتي اهداف لپاره د ډيټا رېسورسز او ډيجېټل انفراسكچر كردار ځانګرے ګرځولے شوے۔بيجنګ كښې تابيا شوي د موسمياتي بدلون د آفات خطرو په اړه دويم نړيوال تعليمي سېمنار كښې پوهانو خپل خطاب كښې په دې خبره زور راوړو چې درست ٬ په وخت او سمه ډېټا د سباون منصوبو ٬ پاليسي سازۍ او د سي پېك په سماجي او ماحولياتي اثرات تجزيه كولو لپاره ضروري ده۔ د چائنز اكيډيمي آف سائنسز تر سېوري لاندې د انسټي ټيوټ آف جيو ګرافېك سائنسز اينډ نيچرل رېسورس رېسرچ پوهانو ووئېل په ډېټا اډاڼه ماډلز د لارې نه يوازې د موسمياتي خطرات پېشګي خبردارے ممكن دے بلكې د توان ٬ كر كېلې ٬ انفراسټركچر او د شهري منصوبه بندۍ په څانګو كښې د اسانيو كارول هم باوري كوي۔د پاكستان پلاوي ووئېل د سي بېك په دوېم پړاؤ كښې “ډيجېټل كنېكټويټي ” او ډيټا ګورننس مركزي حېثيت اختيار كړے دے۔ هغوي وړاندېز وركړو چې دواړه هېوادونه دې د مشتركه سي پېك ډېټا رسورس سنټر په جوړولو غور وكړي ٬ ډغسې چې د موسمياتي بدلونونو ٬ ماحولياتي او اقتصادي ډيټا يو ځائے كولو پالسيو كښې سائنسي بنياد وركړے شي۔

مزید خبریں