منېلا۔17اکتوبر(اے پی پی) د فلپائن په سوریګاؤ دل نورټے ولايت كښې د جمعې په ورځ سهار د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د شنهوا له مخې دا اطلاع د فلپائن ارضیاتی او آتش فشانی تحقیقاتی ادارې وركړې ده۔ د ادارې له مخې زلزله د ځاي وخت له مخې سحر درې دقيقې دپاسه 7 بجې راغله چې ژوروالې يۍ په زمكه كښې 10 كلوميټره او مركز يۍ د نرل …
په فلپائن كښې د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس شول

مزید خبریں
منېلا۔17اکتوبر(اے پی پی) د فلپائن په سوریګاؤ دل نورټے ولايت كښې د جمعې په ورځ سهار د 6.2 شدت زلزلې جړقونه محسوس كړې شول۔ د شنهوا له مخې دا اطلاع د فلپائن ارضیاتی او آتش فشانی تحقیقاتی ادارې وركړې ده۔ د ادارې له مخې زلزله د ځاي وخت له مخې سحر درې دقيقې دپاسه 7 بجې راغله چې ژوروالې يۍ په زمكه كښې 10 كلوميټره او مركز يۍ د نرل لونا په سوئيلي ختيز كښې نزدې د 13 کلومیټرو په مسافت ؤ۔ د زلزلې جړقونه د مېنډاناؤ خواوشا سيمو او په وسطي فلپائن كښې هم محسوس كړې شول۔ په سمدستي توګه د زلزلې دلاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع ترلاسه شوې نه ده۔










