راروان كال به د امن نوبېل انعام ما له راكولې شي٬ د امرېكائي صدر هيله

واشنګټن۔ 16 اكتوبر (اے پي بي) د امرېكې صدر ډونږ ټرمپ وئېلي دي راروان كال به د امن نوبېل انعام ما له راكړے شي۔ د تاس تر مخه هغه دا خبره د ټوقو مسخړو په انداز سپينه ماڼۍ كښې يوې د هر كلي دستوره كښې وكړه۔ خو د هغه ادعا وه چې زما په مشر تابه كښې څو نړيوالې شخړې هوارې شوي ۔ د امرېكې صدر ووئېل زما په خيال …

واشنګټن۔ 16 اكتوبر (اے پي بي) د امرېكې صدر ډونږ ټرمپ وئېلي دي راروان كال به د امن نوبېل انعام ما له راكړے شي۔ د تاس تر مخه هغه دا خبره د ټوقو مسخړو په انداز سپينه ماڼۍ كښې يوې د هر كلي دستوره كښې وكړه۔ خو د هغه ادعا وه چې زما په مشر تابه كښې څو نړيوالې شخړې هوارې شوي ۔ د امرېكې صدر ووئېل زما په خيال كوم هم امريكائي صدر يو جنګ هم نه دې اودرولے٬ خو ما 8 جنګونه په تېرو 8 مياشتو كښې اودرول۔ هغه زياته كړه ما هغه څه وكړل په كوم چې د خلقو باور نه راځي۔ خو هيڅ خبره نه ده ٬ ما ته ښكاري چې راروان كال به لا ښه وي۔ د امرېكې صدر دا هم ادعا وكړه چې زما د اقدامات په سبب شائد چې په كروړونو خلق ېچ شول ۔ واضحه دې وي چې سږ كال نوېل انعام د وينزويلا اپوزيشن لارښود او پخواني پارلماني غړې ماريا كورينا چاوو ته وركړے شو چا چې د جمهوري حقونو لپاره هڅې كړي او د آمريت نه يې جمهوريت پلو د امن منتقل كولو لپاره هلې ځلې كړي او دا د دغې اعتراف دے۔

مزید خبریں