ملګري ملتونه۔ 16 اكتوبر(اے پي بي) ملګرو ملتونو غوښتنه كړې ده چې په قحط ځبلې غزه كښې د جنګ بندۍ نه پس اوس په بشري بنيادونو د مرستې تر سيل كښې ښه زياتوالے پكار دے ٬ ځكه چې په زرګونو خلقو لپاره د مرستې د سامان په ټركونو ضرورت دے۔ د العربيه تر مخه دا غوښتنه د بشري چارو لپاره انډر سېكرټري جنرل اېنډ اېمرجنسي رېليف كوآرډېنېټر ټام فليچر تېره …
د جنګ بندۍ نه پس د غزه لپاره د مرستې ترسيل دې زيات كړے شي ٬ ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 16 اكتوبر(اے پي بي) ملګرو ملتونو غوښتنه كړې ده چې په قحط ځبلې غزه كښې د جنګ بندۍ نه پس اوس په بشري بنيادونو د مرستې تر سيل كښې ښه زياتوالے پكار دے ٬ ځكه چې په زرګونو خلقو لپاره د مرستې د سامان په ټركونو ضرورت دے۔ د العربيه تر مخه دا غوښتنه د بشري چارو لپاره انډر سېكرټري جنرل اېنډ اېمرجنسي رېليف كوآرډېنېټر ټام فليچر تېره ورځ يوه مركه كښې وكړه۔ هغه ووئېل د غزه په لاكهونو خلق د لا مرګونو او مسائلو څخه ساتلو لپاره په زرګونو د مرستې سامان راوړونكو ګاډو له به د خالې په ورځ اجازه وركول وي۔ هغه ووئېل د بشري حقونو محكمې سره غزه ته ورلو لپاره 1 لاكهه 90 زره ميټرك سامان پروت دے۔ مونږ په طمعه يوو چې دا به دننه وړلو ته پرېښودلې شي ٬ ځكه چې دا سامان د غزه د خلقو د ژوند بچ كولو لپاره دے او د غزه خلق دې ته سمدستي ضرورت لري۔










