رياض۔ 16 اكتوبر (اے پي پي) ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان عبدالعزيز آل سعود په مكه مكرمه كښې د كنګ سلمان ګېټ منصوبې اعلان كړے دے۔ د سبق وېب پاڼې تر مخه دا ګن مقاصده منصوبه د مسجد حرام سره په 12 مېلين مربع ميټر زمكه مشتمل ده۔ د منصوبې مقصد مكه مكرمه٬ په خاص توګه د مركزي سيمې د بنيادې ډهانچې ترقۍ كښې معياري بدلون راوستل …
د سعودي ولي عهد په مكه مكرمه كښې د شاه سلمان ګېټ منصوبې اعلان وكړو

مزید خبریں
رياض۔ 16 اكتوبر (اے پي پي) ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان عبدالعزيز آل سعود په مكه مكرمه كښې د كنګ سلمان ګېټ منصوبې اعلان كړے دے۔ د سبق وېب پاڼې تر مخه دا ګن مقاصده منصوبه د مسجد حرام سره په 12 مېلين مربع ميټر زمكه مشتمل ده۔ د منصوبې مقصد مكه مكرمه٬ په خاص توګه د مركزي سيمې د بنيادې ډهانچې ترقۍ كښې معياري بدلون راوستل دي ٬ دغسې چې دا د عمراني ترقۍ يو نړيواله نمونه جوړه كړې شي۔دا منصوبه به د سيمې پرمختګ ٬ د زائرينو تګ راتګ كښې اسانيو او د حرمېن لپاره د اعلې معيار خدمات وركولو لپاره قامي هڅو ته تقويت وركړي۔ په منصوبه كښې د 9 لاكهه مونځ ګزارو لپاره دننه او بهر مصلې او په آنګن كښې ګنجائش ساتلے شوے دے۔ دا منصوبه به د اولسي تګ راتګ نظام سره منسلك وي٬ دغسې چې د زائرين لپاره تر مسجد حرام رسنه اسانه كړې شي۔










