جينوا۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) د صحت يوه ايډوائزري كښې خبردارے وركړے دے چې په هند كښې د ټوخي جوړ شربتونه خيرن يا ناولي موندلے شوي دي چې ورسره د كوچينيانو د مرګ اندیښنه ښودلې كېږي۔ د ډبليو ايچ او په ټوله نړۍ كښې په هېوادونو زور راوړے دے كه تاسو ته د دې داروګانو د شته والي په اړه معلومه په …
د روغتيا ڼريوالې ادارې (ډبليو ايچ او) په هند كښې د ټوخي جوړو شربتونو په اړه خبردارے جاري كړو

مزید خبریں
جينوا۔ 14 اكتوبر (اے پي پي) د صحت نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) د صحت يوه ايډوائزري كښې خبردارے وركړے دے چې په هند كښې د ټوخي جوړ شربتونه خيرن يا ناولي موندلے شوي دي چې ورسره د كوچينيانو د مرګ اندیښنه ښودلې كېږي۔ د ډبليو ايچ او په ټوله نړۍ كښې په هېوادونو زور راوړے دے كه تاسو ته د دې داروګانو د شته والي په اړه معلومه په لسا درشي نو سمدستي رپورټ وكړئ۔ د كومو داروګانو مخصوص بېچز چې خطرناك ګرځولې شوي ٬ په هغې كښې كولډ رف٬ ريسپي فرېش ټي آر او ري لائف شامل دي۔ واضحه دې وي په هندي ايالت مدهيه پردېش كښې په پراسيه سيمه كښې په يوه پیښه كښې د كولډ رپ په كارولو د څو كوچنيانو مرګونه رامخې ته شوي دي٬ د كومو نه پس چې صورتحال اندېښمند شوے دے۔ډبليو ايچ او دا هم وئېلي دي په دې داروګانو كښې د خيرنوالي د شتنون پلټنې روانې دي او مونږ په نړيواله كچه هېوادونو ته د مرستې غږ كوو۔










